د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

له پکتيا نه په ټنونو وچې مېوې په قاچاقي ډول له پولو اوړي


د پکتیا د لیرو پرتو سرحدي ولسوالیو اوسیدونکي، چې زیات کار وبار یې د ځنګلونو په میوو ولاړ دی وايي، چې په دې وروستیو کې یې د مېوو حاصلات زیات شوي.

هغوي وايي، د دولت د نه پاملرنې له امله یې د وچو میوو زیاته ګټه د ګاونډیو هېوادونو سوداګرو ته په لاس ورځي.

پکتیاوال له دولته غوښتنه کوي، چې د دوي د کاروبار د ودې او ښه والي لپاره دې په افغانستان او بهرکې د وچو مېوو نړېوال نندارتونونه جوړ کړي.

په پکتیا کې د نورو ځنګلونو ترڅنګ د(جنغوزيو او چارمغزو) پراخ ځنګلونه شته، چې د میوو په حاصل باندې یې له کلونو راهیسې زیات شمېر خلک خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.

په افغانستان کې څو کلنې وچکالۍ د نور فصلونو ترڅنګ یادو ځنګلونو ته هم درانه زیانونه اړولي، خو پکتیاوال وايي، چې د وچکالۍ په ختمېدو او د وچو مېوو ونو ته د خلکو زیاته پاملرنې د دوي حاصلات هم زیات کړي.

دوی ګیله کوي، چې زیات زیار باسي ولې کمه ګټه ورته رسیږي، د پکتیا اوسېدونکي وايي، چې د حاصل ټوله ګټه یې د ګاونډیو هېوادونو سوداګرو ته رسیږي او همدا خبره په سيمه کې د وچو مېوو کاروباريان هم کوي، مامور خان څمکنی چې د څمکنيو ولسوالۍ په لوی خو بې نقشې ښار کې د چار مغزو او جنغوزيو د اخيستو او خرڅلاو دوکان لري وايي:

"دا چارمغز د ټولو ولسواليو ډنډې پټان، جانخېلو، مېرزکې او نوور نه دلته راځي دا مرکزي ولسوالۍ ده او بيا يې له دې ځايه موږ پاکستان ته لېږو او بيا له هغه ځايه خارج ته ځي."

په پکتيا کې د(جنغوزيو او چارمغزو) ځنګل لرونکي له دولت څخه غواړي، چې په افغانستان او له هېواده بهردې د مېوو د پلور بازارونه ورته جوړ او هم دې د افغانستان د مېوو پېژندلو له پاره نړېوال نندارتونونه جوړ کړي.

د پکتيا کرنې رياست د معلوماتو له مخې، چې تېر کال دوئ 1137.5ټنه د چارمغزو صادرات لرل، خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې ښايي له دې زيات چار مغز يې د ګاونډي هېواد پاکستان پر تجارانو پلورلي او هغوي د سرحد له لارې پاکستان ته وړوي.

د دې سيمې ډېر اوسېدونکي په دې نظر دي چې اوس مهال دافغانستان وچې مېوې په قاچاقي ډول پاکستان ته ځي او په نړۍ کې د پاکستانیو مېوو په نوم پېژندل کیږي.

رسول جان، چې د يادو وچو مېوو په پېر او پلور بوخت دی وايي، چې د ورځې په اوږدو کې له پينځوس زره افغانيو (۵۰۰۰۰) نيولې ان تر پينځو سوو زرو افغانيو پورې (۵۰۰۰۰۰) د ورځې کاروبار کوي دی وايي، يوازې دی نه د دې ولسوالۍ هر هغه دوکاندار، چې د وچو مېوو کاروبار کوي د ورځې په اوږدو کې دومره کاروبار کوي؛ ده زياته کړه:

"ډېره ګټه يې هغه چاته رسيږي، چې له دې ځای نه يې خارج ته وړي او په زرګونه ډالرو ګټه پکې کوي، موږ بس ورځ اړو، که دولت پام وکړي کېدی شي زموږ اقتصاد هم ښکاره تغير وکړي."

د پکتيا سرحدي سيمو اوسېدونکي، چې د جنغوزيو او چارمغزو ځنګلونه لري وايي، چې د يادو مېوو کاروبار زيات شوی خو لا هم دولت دې ته پام نه دی کړی چې دغه مېوې راټولې او په منظم ډول يې بهرنيو هيوادونو ته صادر ې کړي .
د کرنيزو چارو کارپوهان وايي، چې په پکتيا کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست د نه پاملرنې له امله خلک مجبور دي خپلې مېوې بهر ته په قاچاقي ډول انتقال او يا يې د ګاونډي هيواد پاکستان په تاجرانو په کمه ګټه وپلوري؛ محمد اسمعيل راته وايي:

"خلک مجبور دي، چې خپلې مېوې په قاچاقي ډول يوسي خاص پاملرنه نه ده ورته شوې، که چېرته کرنې رياست پام ورته کړی وی او يا يې خلکو کې عامه پوهاوی کړی وی ښايي تجارانو هم په قاچاقي ډول دا مېوې نه وی انتقال کړې."

د خلکو د دې شکايتونو په اړه د پکتيا د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ريس نياز محمد لعلي ځدراڼ وايي چې دوئ د وچو مېوو د راټولولو له پاره ځانګړې بوديجه نه لري خو په دې برخه کې بيا هم تر يو بريده کار کړی دی:

"موږه په دې برخه کې کومه ځانګړې بوديجه نه لرو، خو خپل کار مو کړی دی عامه پوهاوی مو کړی خلک راسره مرسته نه کوي ، خپل مېوجات په هغو ټېکدارنو خرڅوي چې دوئ ته يې وار له مخه پيسې ورکړې وي او په ځنګل کې يې ترې مېوه اخيستې وي ؛ او بله لويه ستونزه چې دا مېوې په قاچاقي ډول ځي، هېڅ ډول عوايد يې دولت ته نه راځي."

د وچو مېوو ځنګل لرونکي نه يوازې دا چې وايي د مېوو له پاره يې وړ بازار نشته بلکې دا شکايت هم کوي چې تر دې دمه له دوئ سره هېڅ ډول همکاري نه ده شوې او ګڼې مېوه دارې ونې يې د نامعلومو ناروغيو له امله له وچېدو سره مخ شوې دي .

راپور- داود (تپان)-پکتيا
XS
SM
MD
LG