د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۷

نړېواله ټولنه د راتلونکو ټاکنو مالي ملاتړ کوي


یان کوبیش له راتلونکو انتخاباتو نه مالي ملاتړ وکړ
یان کوبیش له راتلونکو انتخاباتو نه مالي ملاتړ وکړ
په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي، نړېواله ټولنه د راتلونکو انتخاباتو د مالي مرستې په برخه کې لیوالتیا لري، خو ټینګار کوي چې باید د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو لپاره هڅې وشي.

یان کوبیش د سې شنبې په ورځ یې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې نړېواله ټولنه چمتو ده، څو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د مالي منابعو په چمتو کولو کې مرسته وکړي.

خو هغه روښانه نه کړه، چې نړېواله ټولنه د انتخاباتو په برخه کې څومره مرسته کوي:

"نړېواله ټولنه د افغانستان له انتخاباتو ملاتړ کوي، دا زموږ ګډه لیوالتیا ده، چې له دیموکراتیک، قوي او ازاد افغانستان نه یې کوو، موږ له دې پرته کوم بل هدف نه لرو.

زه نه یواځې د ملګرو ملتونو بلکې د نړېوالې ټولنه په استازیتوب خبرې کوم، هغه دا چې موږ د مالي ملاتړ تر څنګ د افغانستان له انتخاباتو هر ډول ملاتړ کوو."


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازي وویل، چې افغان حکومت باید د راتلونکو انتخاباتو لپاره خپلې مالي اړتیاوې روښانه کړي.

هغه وویل، چې د ښو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره یې د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره خبرې اترې پیل کړي دي.

یان کوبیش وایي، چې د ښو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره د افغانستان له امنیتي ارګانونو او ایساف چارواکو سره هم خبرې کوي.

هغه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د انتخاباتو په برخه کې ځینې ستونزې هم موجودې دي:

"هو د انتخاباتو په اړه اندیښنې او اوازې موجودې دي، خو زه تل له ولسمشر کرزي څخه اورم، چې د جمهوري ریاست انتخابات به د اساسي قانون سره سم ترسره شي.

له ولسمشر نه نقل قوم کوم، چې په خپل وروستي خبري کنفرانس کې یې وویل، چې سل په سلو کې به انتخابات په خپل ټاکلي وخت ترسره شي."


په ټاکلي وخت د جمهوری ریاست د انتخاباتو د ترسره کیدو په اړه د ولسمشرکرزي له تازه ډاډ سره سره داسې اندیښنې شته چې سیاسي او امنیتی تحولات به د انتخاباتو پر وړاندې خنډ او مانع وګرځي.

د بحران د نړېوالې ډلې په تازه خپور شوي راپور کې راغلی چې داسې ښکاري چې ولسمشرکرزی لیواله دی چې له هرې وسیلې څخه په ګټې اخیستنې خپل واک دایمي کړي خو افغان حکومت د دې راپور ټولې برخې رد کړیدي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دې هیواد د جمهوري ریاست انتخابات باید په ۲۰۱۴میلادی کال کې ترسره شي.

راپور: جمیله ظریف، کابل
XS
SM
MD
LG