د سره صلیب نړیوالې کمیټې په وینا، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ډیرېدو ترڅنګ په دغه هیواد کې د ناامنیو زیاتیدلو بشري خدمتونو ته د دې هیواد د خلکو لاسرسی لا ډیر ستونزمن کړی دی.
د دغه کمیټې مشر ریتوستاکر په افغانستان کې د خپل ماموریت په وروستۍ ورځ (دو شنبې) باندې خبریالانو سره په خبرو کې وویل؛ چې د ملکي افغانانو د ژوند د وضعیت په اړه سخت اندیښمن دی.
"لکه څنګه چې په افغانستان کې جګړه شدت مومي، د عادي خلکو ژوند د خرابیدو پرلور ځي، زه چې غواړم له خپل ماموریت وروسته افغانستان پریږدم له ځان سره ډيرې اندیښنې وړم، ځکه سیمه ییز یا کلیوال خلک د وسله والو ډلو په زیاتیدوسره له ستونزو سره مخ دي او د بیلابیلو وسله والو ډلو په منځ کې بند پاتې دي؛ دغه مساله د دې سبب شوې، چې ډيری خلک روغتیايي خدمتونوته هم لاسرسی ونه مومي."
د سره صلیب نړیوالې کمیټې پخواني مسوول وویل؛ چې څو وارې یې په افغانستان کې له ښکیلو خواوو غوښتي؛ چې د دغه هیواد د ملکیانو ژوند ته درناوی وکړي.
خو د نوموړي په وینا دغو ډلو تراوسه د هغوی غوښتنې ته پام نه دی کړی او ملکي وګړوته یې زیات زیان اړولی دی.
ښاغلی ستاکر وايي، چې له افغان ځواکونو سره د وسله والو مخالفینو ډیری نښتې د افغانستان په کلیو او بانډو کې رامنځته کیږي او په ډیری مواردو کې ملکي وګړي څو ساعته د جګړې په منځ کې بند پاتې کیږي.
هغه وویل، په تیرو لسو میاشتو کې په افغانستان کې ټول پنځلس زره ماینونه چاودلي دي، چې په اکثرو کې یې ملکي خلک وژل شوي دي.
په افغانستان کې اکثره ماینونه وسله وال مخالفین افغان او بهرنیو ځواکونو ته ږدي؛ چې ملکیان هم پرې برابریږي.
په ورته وخت کې د دغه کمیټې مسوولینو له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په زندانونوکې د افغان زندانیانو د وضعیت د خرابوالي په اړه هم اندیښنه وښوده.
د دغه کمیټې پخوانی مشر وايي، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت،ممکن د زندانیانو د بشري خدمتونو لپاره کافي بودیجه ونه لري:
"موږ اندیښمن یو، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په کمیدو او یا تللو، یا د افغانستان حکومت لپاره د بودیجې په کموالي سره به د زندانونو په شرایطو کې ستونزې رامنځته شي."
د ښاغلي سټاکر له وینا وورسته، د سره صلیب نړیوالې کمیټې نوی مشر وپيژندل شو.
د دغه کمیټې نوي مشر ژمنه وکړه، چې د ملکي وګړو د ژوند ساتلو په خاطرد وسله والو مخالفینو او دافغانستان حکومت سره خپلو خبروته دوام ورکوي.
د سره صلیب کمیټه یو غیردولتي نړیوال بنسټ دی او دغه سازمان په ۱۹۷۹ کال کې زیانمنو خلکو ته د بشري خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر خپل فعالیت پيل کړ.