د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۴

د زرنج رکشا ګانې د ځینو کورنیو ته مناسبه عایداتي منبع


د زرنج رکشې په دې وروستیو کې ځینو خلکوته یوه مناسبه عایداتي منبع ګرځیدلې ده.

د دې رکشو ځینې چلوونکي د ښوونځیو زده کوونکي دي؛ چې د ښوونځي له رخصتیدو وروسته، د کابل ښارپه فرعي سړکونو او واټونو کې د سپرلیو او مالونو په لیږدولو بوخت وي.

د دې رکشو ځینو خاوندانو ازادۍ راډیوته وویل، د رکشې له اخیستو دمخه یې په لږ مزد ورځ مزدوري او شاقه کارونه کول:

"مخکې مې ګلکاري، یا نورشاقه کارونه کول، ډیرزحمت یې درلود، له سهاره ترمازیګره به مو یوازې یونیم سل یا دوه سوه افغانۍ ګټلې؛ خو اوس د خدای فضل دی، ورځ کې کله پنځه سوه او کله زیاتې هم پیدا کوم، ښوونځی هم ورسره مخ ته بیایم."

د زرنج له دودېدو دمخه، د کلیو اولسوالیو اوسیدونکو خپل ځمکني محصولات په ډیرې سختۍ سره په څارویو ښارونو ته لیږدول.

خو اوسهال دې رکشو، تریوه حده د کلیوالو او بزګرو ستونزه کمه کړې ده.

د زرنج رکشو چلوونکي وايي، د ښار په مرکزي سیمو او کاروباري واټونو کې د پولیسو ترافیک دفعالیت اجازه نه ورکوي.

دوی وايي، داسې هم پیښیږي، چې کله کله د کارپه جریان کې د ترافیکو او پولیسو له خوا له دووسوو څخه ترپنځه سوو افغانیو پورې جریمه کيږي، هم، چې په دې صورت کې ترې د ټولې ورځې مزدوري، د جریمې په یوه پارچه کې ځي.

د کابل ترافیکو چارواکي وايي، دوی د ښار په مرکزي سیمو کې د دې رکشو کاروبار غیرقانوني ګڼي او وايي، چې له یوې خوا اکثره دا رکشې قانوني جوازونه نه لري او له بلې خوا په مرکزي واټونو کې د کار اجازه ورکړل شي، په ښار کې به د نقلیه وسایطو ګڼه ګوڼه نورهم زیاته او خلک به له لا ستونزو سره مخ کړي.

د کابل د ترافیکو مدیر اسداله ازادي راډیو ته وویل، د دوی چلند له هرډول نقلیه وسایطو د قانون له مخې کيږي:

"په کابل ښار کې د موټرو شمېر له څو لکو څخه اوښتی، ډیرې ستونزې راپیدا کړی دی که زرنج موټرسیکلونو ته هم اجازه ورکړو، ګڼه ګوڼه او بې نظمي به وروستۍ حده ورسیږي، داپریکړه شوې، چې دوی په ولایتونو کې فعالیت کولی شي."

د کابل ترافیکو چارواکي دا هم وايي، یادې رکشې کولی شي، د ښار له مرکزي سیمو لیرې واټونو او سړکونو کې فعالیت وکړي.

د زرنج رکشې یوازی په کابل ښارکې نه بلکې د هیواد په اکثرو ولایتونو کې لیدل کيږی چې خلکو ته یې څه ناڅه اسانتیاوې برابرې کړې دي.

له دې اسانیتاوسره سره د ترافیکو مسوولین وايي؛ که فعالیتونونه یې کنترول نه شي، په ترافیکي جریان کې به زیاتې ګډوډي رامينځته کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG