د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

له کوره د ښځو د تېښتې په اړه د چارواکو اعلان ستایو


ملګروملتونو د افغان چارواکو د هغه اعلان هرکلی کړی؛ چې وايي، له کوره د نجونو او ښځو تېښته جرم نه دی.

څو ورځې دمخه د افغانستان د عدليې وزیر حبیب الله غالب او د ښځو د چارو وزیرې حسن بانو غضنفر له کوره د تېښتې په تور د مېرمنو بند ته اچول غیرقانوني وبلل او په کلکه یې وغندل.

دا یادونه چې له کوره د نجونو او ښځو تېښته جرم نه دی که څه هم د افغانستان په قوانینو کې تسجیل او د ملي شورا له خوا تصویب شوې، خو د ملګروملتونو د ارقامو له مخې په افغانستان کې اوس مهال هم د اوه سوه بندي ښځو له دریو نژدې دوه برخه له کوره د تېښتې په تور په زندانونو کې شپې ورځې تېروي.

ملګروملتونو په یوه بیان کې د دې مېرمنو د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده. په دې اړه احمدتکل په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر یا یوناما له ویاندې نیلاب مبارز سره مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:09 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG