د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۲

تاجکستان او روسيې د ٣٠ کلونو لپاره د يوې پوځي اډې تړون تمديد کړ


له ښی خوا:- د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین.
له ښی خوا:- د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین.
روسيې او تاجکستان يوه موافقه لاسليک کړه، چې له مخې يې روسي سرتېري کولاى شي تر ٢٠٤٢م کاله پورې د تاجکستان په يوه پوځي اډه کې پاتې شي.

دا مهال د روسيې اووه زره سرتېري د تاجکستان په خاوره کې له درېيو مرکزونو ګټه اخلي.

د روسيې او تاجکستان د دفاع وزيرانو دغه موافقه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د سفر پر مهال لاسليک کړه.

پوتين له خپل تاجک ساري امام علي رحمان سره په ګډ کنفرانس کې وويل؛ دغه تړون د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو ګټو د ساتنې لپاره دى:

”دغه کليدي سند، د تاجکستان په خاوره کې د روسيې د پوځي اډې د استقرار په برخه کې پر شرايطو د توافق په باب دى، يعنې په مشخص ډول تر ٢٠٤٢م کاله پورې. په دې اقدام سره موږ کولاى شو خپلې ګډې ستراتيژيکې ګټې تضمين او په ټوله منځنۍ اسيا کې امن او ثبات تامين کړو.“

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وويل، چې روسيه به د تاجکستان له وسله والو ځواکونو سره همکاري وکړي:

”د دې توافقې له مخې به، روسيه د تاجکستان د وسلوالو ځواکونو د عصري کولو او تخنيکي نوي کولو مسووليت ولري. روسيه به دنده لري چې د تاجکستان تخنيکي تاسيسات په عصري وسلو سمبال کړي. روسيه به له تاجکستان سره د پوځي پرسونل په تيارولو او نورو دفاعي سکټورونو کې همکاري وکړي.“

د روسيې د ولسمشر مرستيال يوري يوشاکوف خبريالانو ته وويل په دې اقدام سره د ١٩٩٣م کال موافقه چې په روان کال کې يې موده ختمېده، تمديد شوه.

ده زياته کړه، روسيه به د دې تړون د تمديد لپاره په سمبوليک ډول يوه اندازه پيسې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د کانګرس يو هيئت چې په جولاى مياشت کې دوشنبې ته تللى و، وويل، واشنګټن په دې باور دى چې تاجکستان کېدى شي د قرغزستان د مناس هوايي اډې د اکمالولو لپاره يو احتمالي بديل وي.

ناټو له مناس هوايي اډې څخه په افغانستان کې دېره خپلو ځواکونو ته د غيرپوځي موادو د انتقال لپاره ګټه اخلي.
XS
SM
MD
LG