د ملګرو ملتونو امنیت شورا په شدت د سوریې له خوا د ترکیې پر خاوره د راکټي حملې غندنه کړې.
په دې حمله کې لږ تر لږه پينځه تنه ترکان ووژل شول.
په ملګروملتونو کې د ګواتمیالا استازي او د امنیت شورا (نوبتي) مشر ګرت روسینتال د ټولو غړو څخه وغوښتل، چې د داسې پيښو د تکرار مخنیوی وکړي، ښاغلي روسینتال وویل:
"د امنیت شورا غړي په دې پوهیږي، چې دا پيښه د سیمې او د سوریې د ګاونډيو پر امنیت او ثبات په سوریه کې د روان بحران ستر اغیز په ډاګه کوي.
د امنیت شورا غړي غواړي، چې پر نړېوالو قوانینو دا ډول تیری باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي او تکرار نشي.
د امنیت شورا همدا راز د سوریې پر حکومت ږغ کړی، چې په بشپړ ډول د خپلو ګاونډيانو خپلواکي او ارضي تمامیت ته درناوی وکړي."
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د کرارۍ ږغ کړی او ویلي دي چې د سوریې د بحران دوام به د سیمې پر امنیت اغیز وکړي.
د سوریې له خوا د ترکیې پر خاوره دا حمله د چهارشنبې په ورځ شوې وه او په ځواب کې یې ترکیې په پرله پسې ډول د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو راکټي حملې وکړې.
د ترکانو په حملو کې اوه سوریایي عسکر وژل شوي دي.
د ترکیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد د پولي پورې غاړې ته د پوځي اقدام د ترسره کولو پریکړه اعلان کړه، خو د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان ویلي، چې حکومت یې د جګړې پلوي نه کوي.
اردوغان د پنجشنبې په ورځ په انقره کې خبري کنفرانس ته وویل، چې په ټوله سیمه د جګړې اغیز ته په کتلو، د ده حکومت پر سوله ټینګار کوي، اردغان وویل:
"ترکیه په سیمه کې یوازې سوله او امنیت غواړي. دا زموږ تر ټولو ستره اندیښنه ده. موږ هیڅ کله جګړه نده غوښتې او نه به یې وغواړو. په عراق، افغانستان او ټوله سیمه کې د جګړې اغیز څرګند دی. موږ په سوریه کې د تیر یونیم کال په ترځ کې د جګړې پر اغیز پوهیږو."
اردوغان زیاته کړه، چې د دوي د پارلمان پریکړه یوازې د ډارولو په مقصد وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ترکیې ځواب مناسب او پر ځاي وو.
په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي ویلي دي چې هیواد یې د ترکیې سره د هیڅ ډول تشدد او لانجې پيل نه غواړي.
سوریې ویلي، چې د خپل ګاونډي سره د ښو اړیکو درلودلو پلوي کوي.