د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۷

لاوروف له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو هم وغږید


د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له خپلې پاکستانۍ سیالې میرمن حنا رباني کهر سره په کتنه کې له دې هیواد سره د اقتصادي همکاريو ترڅنګ د افغانستان پر وضعیت غږیدلی.

سرګي لاوروف، چې له خپلې پاکستانۍ سیالې میرمن کهر سره تر لومړنۍ کتنې وروسته يې د پنجشنبې پر ماسپښين په اسلام اباد کې ګډې خبري غونډې ته وینا کوله د مسکو و اسلام اباد ترمنځ دوستانه اړیکې د دواړو ولسونو او سیمې په ګټه وبللې او ددې لړۍ د لاپراخولو هوډ يې څرګند کړ :

"زما په باور د دواړو هیوادونو ترمنځ د وزیرانو او نورو دولتي مقاماتو په کچه سفرونه او راشه درشه به زموږ ترمنځ دښو او دوستانه روابطو د ټینګښت په لړ کې ګټور تمامیږي.

په نننۍ ناسته کې چې مو پر کومو موضوعاتو خبرې وکړې بې له شکه هغه نه یواځې د روسيې او پاکستان بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه وې او هیله ده چې ډير زر به يې مثبت نتایج مخې ته راشي."


نوموړي همداشان وویل، چې هیواد يې له پاکستان سره په اقتصادي برخه کې پراخې همکارۍ ته حاضر دی او تمه يې څرګنده کړه چې پاکستان به ددوی له مرستو او همکاریو مثبته ګټه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې میرمن حنا رباني کهر هم په خپل وار د لاوروف سفر په سیمه کې د اقتصادي پرمنختګ او سولې د ټينګښت پر لور یو مثبت پرمختګ او د اسلام اباد و مسکو ترمنځ دوستي يې د سیمې د هیوادونو په ګټه وبلله.

نوموړې وویل، چې له خپل روسي سیال سره یې د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړي او تمه يې څرګنده کړه چې ددوی ګډې همکارۍ به په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په لړ کې ګټورې پایلې ولري :

"د سیمې د هیوادونو په اړه زموږ اندیښنې یوشان دي، په نننۍ ناسته کې مو د افغانستان پر وضعیت او راتلونکي هر اړخیزې خبرې وکړې او پریکړه وشوه چې دواړه هیوادونه به په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې سمدستي او مثبت رول لوبوي. همداشان مو د سوريې او د سیمې د نورو مسايلو پرسر هم خبرې وکړې"

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف چې د چهارشنبې په ماښام په یو دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسیدلی له خپلې پاکستانۍ سیالې سره تل کتنې وروسته ټاکل شوې له صدراعظم راجا پرویز اشرف او جمهور رئیس آصف علي زرداري سره هم وګوري.

سرګي لاوروف په داسې حال کې اسلام اباد ته په سفر دی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني د یوه عالي رتبه نظامي هيئت په مشرۍ په درې ورځني سفر مسکو ته تللی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې دسې شنبې په ورځ خپره شوې ویل شوي، چې روسیه به د بریښنا، اوبه خور، سوداګرۍ او ځینې نورو برخو کې له پاکستان سره مرستې کوي، ددې ترڅنګ ټاکل شوې، چې روسیه په کراچۍ کې د وسپنې د ویلې کولو د هغې فابریکې چې د پخواني شوروي اتحاد په همکارۍ جوړه شوې او دا مهال له سختو مالي مشکلاتو سره مخ ده، په بیا رغونه کې هم مرسته وکړي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG