د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

د ګرجستان ولسمشر په پارلماني ټاکنو کې خپله ماته ومنله


د ګرجستان د پارلماني انتخاباتو د رایو شمیرل لا دوام لري. لومړنۍ نتیجې ښيي چې، د دې هیواد "د خیال ګوند" میلیاردر کاندید "بیدزینا ایوانشویلې" د ګرجستان د حاکم ګوند "ملي یوالي غورځنګ" له کاندید جمهور رییس "ساکاش ویلې" څخه وړاندې دی.

د انتخاباتو مرکزي کمیسیون وویل، تر اوسه د انتخاباتي حوزویوازي په سلو کې د لسو صندوقونو رايې شمیرل شوي دي، او ښیي، چې د ګرجستان د "خیال ګوند" ۵۷ فیصده او حاکم ملي متحد غورځنګ ګوند ۳۸ فیصده رايې وړي دي.

د ګرجستان پارلمان ته ۷۷ غړي د ګوندونو له لارې انتخابیږي. پاته ۷۳ غړي مستقیماً په انتخباتي حوزو کې انتخابیږي.

جمهور رییس «ساکاش ویلي» دسې شنبې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې اعتراف وکړ؛ چې د ده ملي یوالي غورځنګ ګوند د دوشنبې د ورځط په پارلماني انتخاباتو کې پاته راغلی او د ده ګوند به په راتلونکي کې د اپوزسیون په توګه رول لوبوي.

ساکاشویلي په ۲۰۰۳ میلادي کال کې، د سوله ییزه د ګل ګلاب انقلاب په نتیجه کې قدرت ته ورسید او راتلونکی کال یې د قدرت دوره پای ته رسیږي.

ساکاشویلې خپل هیواد له روسیې څخه لیري کړ او د لویديځ سره یې اړیکې ټینګې کړې.

ساکاشویلې د رايې ورکولو پر وخت وویل:

“همدا اوس د ډيرو شیانو په اړه تصمیم نیول کیږي. دانه یوازې د هیواد اود سیمې په اړه دی، بلکې د پرمختګ، د دې ولس د راتلونکې په اړه او دا چې د نړۍ په دې برخه کې به د اروپا آرمان څنګه شي، د نړۍ په دې برخه کې به د د یموکراسۍ نظریې ته څه پیښ شي او د نړۍ په دې برخه کې به د اصلاحاتو مساله څنګه شي؟”

ساکاشویلې زیاته کړه چې ایوانشویلې به ګرجستان له لویدیځ څخه لیرې کړي او بیرته به یې د روسیې په قلمرو کې راوړي.

خو « ایوانیشویلې » چې یو میلیاردر دی، دا خبره رد او ویې ویل؛ دی به د ګرجستان ستراتیژیک اهداف چې، د ناټو او اروپايي اتحادیې سره یوځای کیدل دي تعقیب کړي. د روسیې سره به اړیکې عادي کړي.

نوموړي وویل، که یې انتخابات وګټل نو د خلګو په ګټه به کار وکړي.

“تاسې باید زموږ پر ټیم اعتبار وکړئ! موږ داسې ټيم یو چې قدرت به په خپل لاس کې ونیسو او د خپلو خلکو په ګټه به یې استعمال کړو. موږ باید دا انتخابات وګټو.“

لویدیځ د رایو شیمرنه په ډیر دقت څاري.

د ناټو عمومي منشي « اندرس فوغ راسمون » په برسل کې وویل، چې د ګرجستان پارلماني انتخابات په حقیقت کې په دغه هیواد کې د ډیموکراسۍ د پیاده کولو لپاره یوه ازموینه ده چې، دغه هیواد څرنګه د دیموکراسۍ پر لاره روان دی؟

په ګرجستان کې د امریکا سفیر د سوله ئیزو انتخاباتو غوښتنه کړې وه.

د ګرجستان مخالف ګوند بیا شکایت کړی دی، چې د رایو ورکولو پر وخت له اذیت ورکولو څخه کار اخیستل شوی دی.

د عفوې نړیوالي ټولني بیا د انتخاباتو د کمپین پر وخت د بشر د حقوقو څخه سرغړونه غندلې ده.
XS
SM
MD
LG