د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

پاکستان باید په سیمه کې د نوې جګړې مخه ونیسي


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د پاکستان له خاورې په ختیزو سیمو د راکټي حملو د دوام او د اداري فساد د ستونزې په اړه تحلیلي مطالب خپاره کړي دي.

ملي باور رځپاڼې خپله سرمقله تر دې سرلیک لاندې لیکلي، پاکستان باید په سیمه کې د نوې جګړې مخه ونیسي.


په مطلب کې د افغان امنیتي چارواکو نظر راخیستل شوی؛ چې وايي، که له ډیپلوماټيکو لارو مساله حل نه شوه؛ نو د افغانستان له لورې به هم ورته بریدونه شوي.

ملي باور په یوه بل مطلب کې په ولسي جرګې کې د ننګرهار د یوه استازي خبره راخیستې؛ چې وايي، که امنیتي مسوولین د پاکستان د بریدونو په مخنیوي کې اقدامات ونه کړي، نو د باور رایه به بیرته ترې واخیستل شي.

انیس دولتي ورځپاڼې هم په همدې مسالې سرمقاله خپره بې رحمانه راکټي حملې دوام لري.

په سرمقالې کې راغلي افغان دولت چې د دغو حملو د مخنیوي لپاره له هرې خوا نه هلې ځلې وکړې نتیجه یې ورنه کړه.

انیس لیکي، که چېرې د پاکستان له خوا پر ختیزو سیمو راکټي حملې بندې نه شي؛ دغه مسئله د دواړو هیوادونو ترمنځ په خونړي ناورین هم بدلیدای شي.

انیس ورځپاڼې په همدې اړه د یوه بل مطلب سرلیک دی: امنیتي چارواکو د راکټي حملو له امله پاکستان ته ګواښ وکړ.

سرنوشت ورځپاڼې هم په همدې مساله یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي، افغان ځواکونه هم باید د پاکستان هغه ځایونه په نښه کړې چې د افغانستان په خاورې ترې بریدونه کیږي.

ورځپاڼې لیکلي ننګرهار ولایت ته امنیتي مسئولینو په خپل وروستي سفر کې ډاډ ورکړی؛ چې افغان ځواکونه د پاکستان د حملو د ځواب ویلو توانايي لري.

د سرنوشت په یوه مطلب کې لیکلي په کانونو وزارت کې د اداري فساد دولس دوسیې را برسیره شوي دي.

خدمتګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د اداري فساد په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکلي يې دي، اداري فساد افغانستان یرغمل کړی دی.

په مطلب کې راغلي که څه هم د جمهور ريیس کرزي په مشرۍ حکومت د دې ستونزې د راکمولو لپاره له ادارو پسې ادارې جوړې کړې خو د کمیدو پر ځای ورځ تر بلې ډیریږي.

خدمتګارد مزارشریف د یوه اوسیدونکی نظر راخیستی چې وايي؛ اړ دی په دولتي ادارو کې رشوت ورکړي، ځکه که یې ورنه کړي نو کار یې پر مخ نه ځي.

په مطلب کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې د رییس نظرهم راخیستل شوی؛ چې وايي، د ابو او بریښنا پر وزیر د ځمکو د غصب په اړه د لګیدلو تورونو په اړه په څیړنو کې پرمختګ شوی.
XS
SM
MD
LG