د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۸

"د افغان او ناټو ځواکونو ګډې پوځې چارې بیا پیلیږي"


د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسمون
د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسمون
د ناټو عمومي منشي وايي، افغان او نړیوال ځواکونه خپل ګډ عملیات او نورې مشترکې پوځي چارې له سره پیلوي.

ناټو په تیره سیپتمبر میاشت کې وروسته تر هغې چې د افغان ځواکونو له لیکو پر خپلو نړیوالو متحدانو حملې زیاتې شوې، د افغان او بهرنیو سرتیرو په ګډو عملیاتو او ګزمو یو لړ محدودیتونه وضعه کړل.



د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسمون وايي، په افغانستان کې د دې تړون پوځي قومندانانو پریکړه کړې ده؛ چې افغان او نړیوال ځواکونه خپل ګډ عملیات او مشترکې ګزمې له سره پیل کړي.

نوموړي دا څرګندونې پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وکړې:

"اوس دا پریکړه شوې ده، چې دغه شان ګډ عملیات له سره پیل شي. تقریباً ټول مشترک فعالیتونه له سره پیل شوي دي. دا پریکړه د امنیتي وضیعت په اړه زموږ د قومندانانو د تخمین او ارزونې منعکس کونکې ده."

د ناټو سرمنشي دا ومنله، چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه په نړیوالو سرتیرو باندې شوو؛ حملو د دواړو خواو تر منځ اعتماد او باور زیانمن کړی دی.

اندریس فوګ راسموسن وویل، ناټو د دغه شان حملو د مخنیوي لپاره د افغان او نړیوالو سرتیرو پر ګډو عملیاتو د یو څه وخت لپاره محدودیت وضعه وکړ او که دا بریدونه دوام وکړي؛ نو دوی به يې د مخنیوي لپاره نور ګامونه هم واخلي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه؛ چې دا تړون په افغانستان کې له چیلنجونو سره مخامخ دی؛ خو د هغه په وینا، دوی به ورسره مقابله وکړي او خپله ستراتیژي به عملي کړي.

له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت په اړه راسموسن وویل؛ د ناټو د دفاع وزیران به د روانې اکتوبر میاشت په نهمه او لسمه نیټه په بروکسل کې په خپله غونډه کې د دغې راتلونکې ماموریت په میکانیزم غور بحث وکړي او د ۲۰۱۳ کال تر پایه به يې بشپړ کړي.

د نوموړي په وینا، په دې میکانیزم به دا پریکړه هم وشي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت لپاره څومره سرتیري او څومره بودیجه په کار ده.

د ناټو سرمنشي وویل، تر اوسه پورې د دې تړون ۶ هیوادونو له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې په ماموریت کې د ونډې اخستو په اړه خپله لیوالتیا څرګنده کړې ده.
XS
SM
MD
LG