د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

"سعودي دې د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو د فتوا په برخه کې مرسته وکړي"


د سولې عالي شورا په هېواد کې د سولې د راوستلو لپاره د خپلو هلو ځلو په دوام دا ځل هڅه کوي، په افغانستان کې د وسلوالو مخالفینو له خوا د روانې جګړې په اړه د نړۍ د عالمانو یوه فتوا راحاصله کړي.

د سولې د عالي شورا غړي او د نړېوالو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د نړۍ د عالمانو داسې یوه فتوا ترلاسه کړي، چې په افغانستان کې چاودنې او حملې ناروا وبولي.

ښاغلي قاسمیار وویل، چې په دې اړه د سعودي عربستان له چارواکو غوښتل شوي چې د اسلامي عالم د رابطې د سازمان له لارې د نړۍ دیني عالمان یوې غونډې ته ور بولي:

"تر اوسه یې تاریخ نه دی ټاکل شوی، ځکه چې موږ له دوست او ورور هېواد سعودي عربستان نه همکاري غوښتې، تر څو د اسلامي عالم د رابطې د سازمان او خپله د سعودي عربستان د چارواکو په اهتمام همکاري وکړي او د اسلامي نړۍ مهم عالمان راوبولي."

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه، چې د جګړې مقابل لوری طالبان، حزب اسلام او نورې ډلې هم مسلمانان دي او د دیني عالمانو فتوا ته به غاړه کیږدي.

وسلوالو طالبان، چې په ۲۰۰۱ کال کې یې نظام د امریکا په مشرۍ ایتلاف په حملې کې ړنک شو په هېواد کې یې په چریکي جګړې لاس پورې کړ.

طالبان خپله جګړه جهاد بولي او وايي، تر هغو به دوام وکړي، تر څو یې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي او د دوی د خوښې اسلامي نظام قایم شوی نه وي.

د سیاسی چاروکارپوه زبیر شفیقي وايي، که افغان دولت د دې جګړې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو د فتوا په ترلاسه کولو بریالی شي، نو د جګړې د پای د له پای ته رسیدو سره به مرسته وکړي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د سعودي عربستان چارواکي به د افغانستان له دولت سره په دې هېواد کې د روانې جګړې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو د فتوا په برابرولو کې همکاري وکړي او که نه.

خو د سعودي عربستان حکومت تر اوسه د افغان دولت له هغې غوښتنې په څنګ تیر شوی، چې تل یې ویلي، سعودي عربستان کولای شي، د افغان دولت او وسلوالو مخالفینو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.
XS
SM
MD
LG