د غزني والي د پاکستان ترڅنګ د ایران حکومت هم تورن کړ، چې د خپلو اهدافو لپاره په افغانستان کې جنګ ته لمن وهي او وسله والو مخالفینو ته پوځي او مالي مرستې ورکوي.
د ده په وینا داسې زیات موارد موجود دي، چې له ایران څخه وسله والو مخالفینو ته جنګي وسایل او مرستې استول شوي.
په افغانستان کې که څه هم د ایران د لاس وهنو په اړه بیلابیلې ادعاوې شوي، خو دا لومړې ځل دی، چې یو جګپوړی افغان چارواکی په دې اړه د ایران حکومت ته د انتقاد ګوته نیسي.
د غزني والي موسی خان اکبرزاده د یکشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې وویل؛ چې ایران په افغانستان کې د خپلو ځانګړو اهدافو لپاره جګړې ته لمن وهي.
ده د ایران د مرستو په اړه په خپلو خبرو کې وویل؛ چې د دغه هیواد د حکومت له رضایت پرته د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د داسې مرستو امکان نه دی موجود.
"ایران اوس مهال افغانستان ته د چاودیدونکو موادو په استولو کې ښکیل دی، کله چې پولې د حکومت په لاس کې وي، نو د حکومت له خوښې پرته دا نا ممکنه ده، چې له ایران څخه پوځي مرستې وسله والو مخالفینو ته واستولې شي.
په دې کې هیڅ شک نشته، چې بیلابیلې کړۍ او ان د ایران حکومتي کړۍ له وسله والو مخالفینو سره په کیدونکو پوځي او مالي مرستو کې ښکیلې دي."
اکبرزاده د امریکا او ایران ترمنځ موجوده ته په اشارې وایي؛ کله چې وسله وال مخالفین، چې له ایران څخه پوځي او مالي مرستې ترلاسه کوي د بهرنیو ځواکونو په وړاندې عاجزه شي، نو بیا افغانان وژني.
د روان کال د روژې میاشتې په وروستۍ اونۍ کې په نیمروز کې شوې ځان وژونکې حملې هم؛ چې په کې له دیرشو زیات عام وګړي ووژل شول؛ د ایرانیانو له خوا شوې وې.
تر دې یوه ورځ مخکې د بلخ والي بیا له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په پیاوړې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دوی د همکارۍ پرته په افغانستان کې د امن ټینګښت نا ممکن دی.
د بلخ والي اوس اوس د مزار شریف ښار یو واټ د هغو ایراني ډیپلوماټانو په نوم کړی، چې د طالبانو په وخت کې په افغانستان کې وژل شوي وو.
که څه هم د نوموړي دې کار د هیواد په کچه پراخ انتقادونه زیږولي، خو دی وايي، چې دا کار یې له ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره کړی.
دغو ایراني ډیپلوماټانو ته هم افغان کتونکي د هیواد په کورنیو چارو کې یې د ایران د لاس وهنې د یوې څرګندې بیلګې په توګه ګوري.
اکثره افغان کتونکي وایي، چې ایران د خپلو دې جاسوسانو په وسیله، چې د ډیپلوماټانو جامه یې وراغوستې وي، غوښتل افغانستان له خپل پلان سره سم وویشي.
د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي بیا ایران تورنوي، چې د خپلو ځانګړو اهدافو لپاره یې په حکومتي کړیو کې نفوذ کړی او اوس هم په هیواد کې قومي او ژبنیو اختلافاتو ته لمن وهي.
خو د ایران د لاس وهنې او وسله والو مخالفینو ته د دغه هېواد له پوځي او مالي مرستې سره سره افغان دولت ایران خپل نږدې دوست هیواد بولي.