د مسکو د جوماتونو شا او خوا د مسلمانانو او سیمه ییزو ترمنځ تربګني په زیاتیدو ده، مسکو په اروپا کې یو داسې ښار دی، چې تر ټولو ډیر مسلمانان په کې میشت دي، خو یوازې پنځه جوماتونه په کې دي او پولیس هم وخت په وخت یو شمېر هغه کسان نیسي، چې د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره جوماتونه ته ځي.
شیر محمد سویاروف وايي، کله چې غواړي د مسکو لوی جومات ته د لمانځه لپاره ورشي، باید دوه ځلې فکر وکړي.
۵۲ کلن سویاروف چې قرغیزي الاصله او د روسیې تبعه دی وايي، د سیپټمبر په ۱۷ نیټه په یو درول شوي موټر کې ناست و او په د جمعې د لمانځه انتظار یې کاوه؛ چې پولیس ورپسې راغلل له موټر څخه یې کوز او بندي یې کړ.
نوموړی وايي، وروسته له څو نورو کسانو سره، چې ښايي هغوی به هم لمونځ کونکي وو؛ په یو بس کې واچول شو او د پولیسو مرکز ته یوړل شو. د غه مسکو میشتې مسلمان زیاتوي کله یې چې د پولیسو له ناسم چلن شکایت وکړ؛ نو دومره ووهل شو؛ چې روغتون کې بستري شو.
"دوی زه په سوکونو، لرګیو او لغتو ووهلم، پنځه شپږ تنه وو، چې زه یې وهلم خو یو شمیر نور کسان هم په دې ځای کې وو، ما ونه شمیرل. ما هوش له لاسه ورکړی و"
په هغه ورځ د یو شمیر نورو نیول شویو کسانو په ډله کې یو بل قرغیزي کاګر علي مرادوف هم و، نوموړی هغه صحنه چې پولیسو سویاروف واهه ټکوه، داسې تشریح کوي:
"دوی یو سپین ږیری سړی له کوم دلیل پرته واهه ډبوه، موږ شا او خوا دېرش تنه وو، یو بل قرغیزي هلک ورلنډ شو دوی هغه هم وواهه. موږ دلته له دا ډول زورزیاتي سره مخ یوو."
خو دا یوازیني پېښه نه ده، هغه څه سویاروف او مرادوف ته پېښ شول عامې پېښې دي، په ورستیو اونیو کې د مسکو د پولیسو او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی په زیاتیدو دی، ځکه په دې ښار کې د ګوتو په شمیر جوماتونو ته په ګڼ شمیر کې مسلمانان لمانځه ته ورځي او دا کار د ځايي خلکو شکایتونه راپاروي؛ چې پولیس بیا هڅه کوي د لمونځ کونکیو مخه ونیسي.
د مسکو د کارنیګي په مرکزې کې د اسلامي مسلو څیړونکی الیکسي ملاشینکو وايي لویه ستونزه داده چې مسکود اروپا یو داسې ښار دی چې تر ټولو ډير مسلمانان په کې دي خو په دې ښار کې یوازې پنځه جوماتونه دي.
یو شمیر اټکلونه ښيي چې په مسکو کې تر دوو میلونو زیات مسلمانان دی ، که له لندن سره پرتله شي نو په لندن کې له شپږ سوو زرو تر یو میلون پورې مسلمانان شته چې د جوماتونو شمیر په کې له زرو زیات دی.
د الیکسي ملاشینکو په وینا دا مسله د مسکویانو هغې غوسې نوره هم پیچلې کړې ده چې مسکو ته د راغلیو کډوالو په اړه یې لري ، ددې کډوالو ډير يې د مرکزي اسیا او قفقاز د مسلمانو هیوادونو څخه دي چې مسکو ته په کار روزګار پسې ورغلي.
"حکومت او زموږ سیاسي مشران په دې اړه سم نه پوهیږي ، دوی تر اوسه د اسلام په اړه هسې لید نه لري چې پکار دی. دوی د ډیالوګ په اړه ډيرې خبرې کوي خو بې مانا دي ، دا بې مانا ځکه دي چې د اسلام څخه د ویرې ستونزه ده او د مسلمانانو او د روسیې د نورو خلکو ترمنځ بیلتون په زیاتیدوی دی."
ددې لپاره چې د جوماتونو ستونزه هواره شي د روسیې د مفتیانو شورا د مسکو د ښار له چاوراکو غوښتي چې د نورو جوماتونو د جوړولو اجازه دې ورکړي ، خو په مسکو کې د جوماتونو جوړول هم اسانه کار نه دی.
د سیپټمبر په ۱۹ نیټه تر یو نیم زرو پور مسکویانو د مسکو په میټنو ناحیه کې د یو جومات د جوړولو د پلان خلاف مظاهره وکړه ،د روسیې نیشنالیستانو په دې اړه اعتراضونو ته دوام ورکړ او په بله ورځ یې چارواکو ددې جومات د جوړیدو اجازه بیرته واخیسته.