د افغانستان د فواید عامې وزارت د دوشي پلخمري سړک د جوړولو چارې د نبي زاده په نوم یو شرکت ته ورسپارلې.
د دوشي پلخمري سړک دوه پنځوس کیلومتره اوږدوالی لري، څه باندې اتلس میلیونه ډالره به پرې ولګیږي او په اتلس میاشتو کې به بشپړ شي.
د فواید عامې وزیر نجیب اله اوژن د دې شرکت له استازي سره د تړون د لاسلیک کیدو پر مهال وویل، که د یاد سړک چارې له ټاکلو معیارونو سره سمې بشپړې نه شي، د شرکت له مسئولینو سره به قانوني چلند وشي.
دا پروژه کابو دوه کاله دمخه اکمل شرکت ته ورکړل شوې وه، خو هغه ونه توانید، چې په ټاکلي وخت یی بشپړ کړي.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو: