د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۲

"د رسنیو د قانون په طرح کې زموږ نظریات له پامه غورځول شوي"


"نی" یا د ازادو رسنیو ملاتړه اداره غواړي، چې د رسنیو د قانون په طرح کې دې، د دوی وړاندیزونه چې پخوا یې د اطلاعاتو او کلتوروزارت ته سپارلی وو، په پام کې ونیول شي.

د دې ادارې مشر صدیق اله توحیدي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که د رسنیو دقانون طرح چې اوسمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترتیب کړې او په همدې بڼه تصویب شي؛ د رسنیو کارکوونکي به له ستونزوسره مخ کړي:

"د رسنیو عالي شورا باید د یو خپلواک او باصلاحیته ارګان په توګه رامنځته شي.

د رسنیو د سرغړونې کمیسیون باید غیر دولتي او د مسلکي ژورنالیستانو څخه جوړ وي. سرغړونې باید په دقت وڅیړل شي.

د رسنیو د کمیسیون دندې باید د رسینو د عالي شورا له خوا په ګوته شي او په مصوبه کې باید د رسنیو کار کوونکو ته د اسانتیاو برابرول ذکر شي."


د رسنیو د قانون نوې طرح چې اته پنځوس مادې لري، په دې وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ترتیب شوې ده.

د نی مسوولین وايي، په دې طرح کې اوس هم یو لړمسلکی، ستونزي شته چې که بدلون په کې رانه شي، د رسنیو د کارکوونکو فعالیتونه به ټکنی کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، طرح لا د عدلیې وزارت ته نه ده تللي او د خبرې رسنیو ادارې کولی شي؛ چې په هکله یې بیاهم نظریات وړاندې کړي.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني ازادي راډیو ته وویل:

"هغوی کولی شي، چې راشي او خپلې نظریې ورکړي.

په لومړي سر کې هغو دوه درې میاشتې وخت درلود او خپلې نظریې وړاندې کړي دي. خو بیاهم که د طرحې پر ځینو برخو اعتراض لري، خپلې نظریې دې بیاهم وړاندې کړي. څو طرح لا قوي او د عدليې وزارت ته وړاندې شي."


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې دا طرح مخکې هم د رسنیو مشورو ته وړاندې شوې او یو لړ بدلونونه په کې راوستل شوي دي.

کارپوهان وایي، د رسنیو قانون په یوه جنجالي موضوع اوښتې او شاوخوا کال کيږي؛ چې بحثونه پرې روان دي، خو یوه کره او له نیمګړتیاو پاکه طرح ترې رامینځته نه شوه.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG