د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۸

افغان ځواکونو ته د درواغو ویلو د معلومولو وسیله استول کیږي


نیویارک پوست ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې افغان ځواکونو ته د داسې وسایلو د استولو په اړه یو مطلب خپور کړی، چې کولای شي درواغ ویل معلوم کړي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د دفاع وزارت چارواکي له دې وېرې، چې د ملي اردو او پولیسو شاوخوا پنځه اتیا زره تنه ښايي داسې کسان وي، چې له طالبانو سره به خواخوږي لري، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د امنیت لپاره اضافي اقداماتو ته مجبوره شوی دي.

نیویارک پوست لیکي، د امریکا د ولسمشر بارک اوباما دې امر، چې د افغان سرتېرو د استخدام لپاره باید په چټکۍ سره اقدام وشي، څو ژر تر ژره د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي طالبانو او د دولت نورو وسله والو وسله والو مخالفینو ته دا امکان په لاس ورکړ، چې د افغان ځواکونو په لیکو کې نفوذ وکړي او په مناسب وخت کې خپل ټوپک پر نړېوالو پوځیانو ور واړوي.

د ورځپاڼې په وینا د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې د طالبانو ډېر زیات نفوذ د دې باعث شو، چې د امریکا دفاع وزارت د درواغو د تثبیت وسایل افغانستان ته واستوي، څو د سرتېرو د استخدام پر مهال کار ترې واخیستل شي.

نیویارک پوست وړاندې لیکي، له هغو کسانو څخه چې د افغان ځواکونو لیکو ته نوي جذبېږي، اوس پوښتنه کېږي چې ایا له طالبانو سره خواخوږي لري کنه او ایا له امریکایانو څخه ناراضه نه دي؟ که څوک چې پوښتنه ترې کېږي، درواغ ووايي، نو دا نوې وسیله پوهېږي او درواغ یې رابرسېره کوي.

د افغان سرتېرو له خوا پر بهرنیو پوځيانو د حملو له زیاتېدو وروسته له دې مخکې هم د امریکا پوځ د خپلو اقداماتو په لړ کې د ساتونکو فرشتو په نوم ډلې جوړې کړې وې، څو د شپې د ډوډۍ یا د خوب په وخت کې د امریکايي ځواکونو په اډو کې پهرې او ګزمې وکړي او پر نړېوالو پوځیانو د حملو مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې یوازې سږ کال په دې ډول حملو کې له پنځوسو زیات امریکايي او نور نړېوال سرتېري د خپلو افغان سیالانو په لاس وژل شوي دي.

د کاناډا چاپ دې ګلوب اېنډ مېل The Globe and mail ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې کابل ته د چین د یوه جګپوړي پلاوي د سفر په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي، د چین وروستی جګپوړی مشر، چې په 1966 کال کې یې له افغانستان څخه لیدنه وکړه، د دې هېواد فقید ولسمشر لیو شاو چي و.

ورځپاڼه زیاتوي، اوس چې له افغانستانه د نړېوالو محاربو ځواکونو د وتلو نېټه رانژدې کېږي، ټول هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي.

د ګلوب اېنډ مېل په وینا چین، چې له افغانستان سره 76 کیلومتره ګډ سرحد لري، بې له شکه نه غواړي له دې سیالۍ شاته پاتې شي، نو ځکه د دې هیات په استولو سره غواړي په اقتصادي او امنیتي برخو کې د افغانستان له حکومت سره نژدې شي.
XS
SM
MD
LG