نړۍ
په مسکو کې د یوې ترافیکې پیښې له امله ۷تنه ووژل شول
د رسنيو راپورونه وايي، د پېښې زيات ګڼ قربانيان ځوانان دي.
چارواکي وايي، موټرچلوونکي موټر ډېر تېز چلاوه، د موټر کنټرول يې له لاسه ووت او موټر يې له تمځاى سره ټکر شو.
د مسکو د پوليسو يوې وياندې وويل داسې ښکاري چې ډرېور نشه و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
د لبنان پوځ وايي، د دې هېواد په جنوب کې د اسراییلو په بریدونو کې یو لبناني عسکر وژل شوی دی.
پوځ د سه شنبې په ورځ د (مارچ۱۷مه) په یوې اعلامیې کې وویل،" د اسراییلو په بریدونو کې یو عسکر وژل شوی او څلور نور ټپیان دي".
بل پلو، د اسراییلو پوځ په یو بیان کې ویلي،"اسراییل د لبنان پوځ له هغه ادعا چې د دوی په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې خبر دی او په دې اړه يې څیړنې پیل کړي دي، اسراییلي پوځ د (حزب الله پر وړاندې جګړه کوي) نه د لبنان د وسله ځواک او ملکیانو پر وړاندې".
د ایران له ملاتړه برخمنده حزب الله ډله له هغه مهاله چې امریکا او اسراییلو پر ایران بریدونه پیل کړي، پر اسراییلو راکټي حملې کوي.
د ایران د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې درې لبناني عسکر وژل شوي دي.
ټرمپ؛ په ناټو مو په میلیاردونو ډالر ولګول خو د اړتیا په وخت کې مرسته نه کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"د ناټو هغوو غړو هېوادونو ته اړتیا نه لري چې د ایران ضد جګړه کې ورسره برخه نه اخلي".
هغه د سه شنبې په ورځ پر ټروټ سوشل پاڼې لیکي،"واشنګټن د ناټوو یو شمیر غړو هېوادونو څخه خبر ترلاسه کړی چې نه غواړي د ایران ضد جګړه له امریکا سره برخه واخلي، په داسې حال کې چې همدا هېوادونه په ایران کې زموږ له ټولو اقداماتو سره موافق وو او نه يې غوښتل چې دغه هېواد اټومي وسله ولري".
د هغه په ټکو،"زه تعجب نه کوم، ځکه موږ هر کال په میلیاردونو ډالره ناټو ته ورکول، خو په مقابل کې يې دوی د اړتیا په وخت کې د امریکا لپاره هیڅ نه کوي".
د بریټانیا، جرمني، فرانسې او ناټو غړو یو شمیر هېوادونو په ګډون د امریکا هغې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی چې ویل يې د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره دې جنګي بیړۍ منځني ختیځ ته واستوي.
په تهران کې د پرلهپسې چاودنو راپورونه
په ایران کې ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې د سې شنبې په سهار (۲۶ حوت) د تهران په شمال کې د پرلهپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
الجزیرې چاینل هم نن سهار راپور ورکړی چې د تهران په شمال کې، د سعدآباد ماڼیو کمپلېکس ته نژدې، څو لویې چاودنې اورېدل شوې دي.
د اسرائیل پوځ د تهران په وخت د سهار له پیل سره سم په خپل ټیلیګرام کې اعلان وکړ چې
«په ټول تهران کې یې پر حکومتي بنسټونو د بریدونو پراخې څپې پیل کړې دي.»
د دغو راپورونو خپلواک تأیید ستونزمن دی، ځکه چې په ایران کې انټرنیټ پرې شوی او د معلوماتو ترلاسه کول محدود شوي دي.
اسرائیل وايي د سپاه پاسداران د بسیج مشر غلامرضا سلیماني وژل شوی دی
اسرائیل وايي د سپاه پاسداران د بسیج مشر غلامرضا سلیماني وژل شوی دی.
د اسرائیل پوځ وایي چې د سپاه پاسداران د بسیج سازمان مشر غلامرضا سلیماني یې په تهران کې په برید کې ویشتی او وژلی دی.
په ورته وخت کې څو اسرائيلي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، علي لاریجاني، هم ویشتل شوی دی. خو د ایران رسنیو تر اوسه دا خبرونه نه دي تایید کړي.
بریدجنرال غلامرضا سلیماني د ۱۳۹۸ لمریز کال له دوبي راهیسې د علي خامنهيي په حکم د بسیج سازمان د مشر په توګه ټاکل شوی و.
د علي لاریجاني د برخلیک په اړه ضد او نقیض راپورونه
په همدې وخت کې اسرائیلي رسنیو د سې شنبې د ورځې شاوخوا غرمه مهال راپور ورکړ چې علي لاریجاني هم په نخښه شوی، خو لا روښانه نه ده چې وژل شوی که ټپي شوی.
رویټرز اژانس هم د څلورو اسرائيلي چارواکو له قوله دا خبر تایید کړی دی.
خو د ایران تسنیم خبري اژانس، چې سپاه پاسداران ته نژدې بلل کېږي، د دغو راپورونو په غبرګون کې ویلي چې علي لاریجاني به په څو دقیقو کې یو پیغام خپور کړي.
ټرمپ: هرمز تنګي کې دایران لخوا ماینونه ایښودل ځان وژنه ده
د متحدو ایالاتو ولسمشر وايی هرمز تنګی کې ماین ایښودل د ایران د حکومت لپاره ځان وژنه ده.
دونالد ټرمپ زیاتوي چې ایران سره جګړه په وروستیو ورځو کې په "ټول زور" سره دوام لري او تراوسه په دغه هیواد کې څه دپاسه ۷ زره ځایونه په نښه شوي دي.
ټرمپ ټینګار وکړ چې اکثریت دغه اهداف پوځي او اقتصادي وو.
د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل ددوشنبې په ورځ په ایران کې د توغندیو او ډرونونو د تولید درې ځایونه هم په نښه شول.
ټرمپ د دوشنبې د ورځې خبرې غونډه کې ګواښ وکړ چې که سپاه پاسداران په هرمز تنګې ماینونه کیږدي دا به یې د ځان وژنې په څیروي.
هغه وویل چې دامریکا پوځ د ایران ټولې دیرش کشتۍ چې ماینونه یې ایښودل له مینځه یوړلې او په وینا یې ټولې اوس د سمندر په تل کې دې.
د اوسکار تر ټولو زیاتې جایزې "یو په بل پسې جګړې" فلم وګټلې
د اوسکار تر ټولو زیاتې جایزې One Battle After Another یا یو په بل پسې جګړه فلم وګټلې.
د اکاډمي یا اوسکار جایزو ۹۸ دور بېګا په لاس انجلس کې وشو.
یو په بل پسې جګړه د غوره فلم، ډایرکټر، اقتباسي سکرین پلې، ملاتړي رول، ایډيټنګ او د ښه کسټنګ یا لوبغاړو ګمارنې په کټګوریو کې غوره جایزې وګټلې.
تر څنګ یې د غوره نارینه فلمي ستوري جایزه مایکل بي جورډن د سینرز فلم لپاره وګټله.
د غوره فلمي نجلۍ جایزه هم جیسي بکلي ته د همنیټ فلم لپاره ورکړل شوه.
د دوبۍ د هوايي ډګر د پروازونو ځنډ د ډرون برید په سبب
د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر نن سهار د ډرون بریدونو هدف ګرځېدلی چې له امله یې ټول پروازونه ځنډېدلي.
د دوبۍ چارواکو ویلي چې په دغه برید کې چاته زیان نه دی اوښتی او اور وژونکي توانېدلي د ډرون برید له کبله رامنځته شوی اور کنټرول کړي.
دا د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر د ایران دریم وار ډرون برید وو.
ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو په ځواب په خلیج په تېره اماراتو کې بېلابېلې سیمې د ډرون او توغندیزو بریدونو هدف ګرځولي.
د راپورو په اساس د جګړې له پیله ایران څه باندې ۱۲۰۰ ډرون بریدونه او لسګونه توغندي د متحده عرب اماراتو په لور ویشتي دي.
عراقچي: "له متحدو ایالتونو سره خبرو ته لیوالتیا نه لرو"
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، ایران له متحده ایالاتو سره خبرو ته لېوالتیا نه لري. عراقچي له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه چې د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۱۵ خپره شوه وویل: " موږ کافي باثباته او قوي یو. موږ یوازې د خپلو خلکو دفاع کوو." نوموړي په دې څرګندونو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه دریځ رد کړ چې ګواکې تهران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وکړي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې عراقچي زیاته کړه: "موږ هېڅ دلیل نه وینو چې ولې باید له امریکایانو سره خبرې وکړو، ځکه موږ له هغوی سره په خبرو بوخت وو چې پریکړه یې وکړي چې پرموږ برید وکړي."
ولسمشرټرمپ له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل چې ایران غواړي یوه هوکړه وکړي، خو زه نه غواړم ځکه چې شرایط یې تر اوسه کافي ښه نه دي. ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړ چې امریکایي ځواکونه به د هرمز تنګي په شمال کې د ایران پرسواحلو بریدونه زیات کړي تر څو د تېلو د لېږد د بیا پیل لپاره لاره هواره شي.
د نړیوالې انرژۍ اداره وایي، غړي هیوادونه څه باندې ۴۰۰ ملیون بیرله تیل بازار ته عرضه کوي
د نړیوالې انرژۍ اداره، IEA وایي، له بیړنیو زېرمو څخه تېل به ژر نړیوالو بازارونو ته داخل شي. دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې غړو هېوادونو ژمنه کړې چې ټولټال۴۱۱،۹ میلیونه بېرله تېل به بازار ته عرضه کړي.
د رویترز آژانس د راپورله مخې دولتونو ژمنه کړې چې ۲۷۱،۷ میلیونه بېرله تېل به له دولتي زېرمو څخه برابر کړي، ۱۱۶،۶ میلیونه بېرله به د صنعت له اجباري زېرمو او ۲۳،۶ میلیونه بېرله به له نورو سرچینو څخه وړاندې شي.
د اعلامیې له مخي بازار ته د عرضه کیدونکو تیلو ۷۲ سلنه یې اومه یاخام او ۲۸سلنه یې د تیلو محصولات دي.
همدارنګه ویل شوي چې د اسیا ـ پاسپیک د سیمې د هیوادونو زېرمې به سمدستي اود اروپا او امریکا زېرمې به د مارچ میاشتې په پای کې بازار ته وړاندې شي. دا وروسته له هغې چې پرایران د امریکا او اسراییل له برید وروسته چې د نړۍ د تیلو په لیږونکې مهمه لار، هرمزتنګي کې د تیلو لیږد ګډوډ شوی، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیه بې سارې لوړه شوې ده.
زلنسکي؛ هیله من یم د ایران جګړه د اوکراین د هېریدو لامل نه شي
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي،"هیله من یم چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د دې سبب نشي چې ولسمشر ټرمپ اوکرایین هیر کړي".
څه باندې دوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو پر ایران برید کړی او ایران يې په ځواب کې پر منځني خیتځ هېوادونو بریدونه کوي.
زلنسکي چې خبریالانو سره خبرې کولی وویل،"په دې کې شک نشته چې د امریکا ټول پام منځني خیتځ او ایران ته دی، خو موږ نه غواړو چې امریکایان له لاسه ورکړو".
د هغه په ټکو، اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو په له منځه وړلو کې ځانګړې مهارت لري او "پر خپلو متحدانو يې غږ کړی چې په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي".
د راپورونو له مخې، اوکرایین په منځني خیتځ کې د جګړې له پیل راهیسې د بې پیلوټه الوتکو د له منځه وړلو یو شمیر متخصصان سیمه ته استولي دي.
زلنسکي پرون شنبې رویترز خبري اژانس سره مرکه ویلي و،" د متخصصانو د مرستې په بدل کې پیسې او تکنالوژي غواړو".