د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د روشن مخابراتي شرکت هم د تري جي انټرنټ جواز تر لاسه کړ


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وینا درېیم مخابراتي شرکت ته د تري جي د جواز په ورکولو سره یې د تري جي د جوازونو د ورکولو له درکه پنځه اویا میلیون ډالره عواید تر لاسه کړل.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین د شنبې په ورځ روشن مخابراتي شرکت د تري جي انټرنټي خدماتو د جواز ورکولو په وخت کې وویل، تمه لري، تر راتلونکو دوو کلونو پورې د افغانستان اتیا فیصده خلک انټرنټ ته لاس رسی پیدا کړي:

"خدمتونه په ډیر سرعت سره د هېواد ټولو سیمو ته غځیږي.

د تري جي انترنت نوی په کار پیل کړی او زه فکر کوم دا مهال به په ټول هېواد کې د انترنت کاروونکي اتو نه تر لس سلنه پورې وي.

خو موږ هیله لرو، چې د تري جي په راتګ سره به تر راتلونکو دوه کلونو پورې اتیا فیصده خلک له انترنت نه کار واخیستلای شي."


هغه وویل، چې درېیم مخابراتي شرکت ته د تري جي انترنت جواز په ورکولو سره به په ډیر شمېر سیمو کې خلک انترنت ته لاس رسۍ پیدا کړي.

دغه وزارت مخکې تر دې د اتصالاتو او ام ټي ان مخابراتي شرکتونو ته هم د تري جي انترنت جواز ورکړي وو.

په داسې حال کې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د انترنټ د پراختیا او له دې امله د عوایدو د ډیریدو په هکله خبرې کوي، خو لا هم ډیر شمېر خلک د انترنت د ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي.

صبور د کابل ښار یو تن اوسیدونکی دی، چې له تري جي انترنت نه کار اخلي وایي:

"یوه میاشت کیږي، چې زه د اتصالاتو له تري جي انترنت نه کار اخلم، خو چندان کار نه کوي د دې لپاره چې د مازدیګر له څلور بجو دشپې تر لس بجو بیخي کار نه کوي.

هغه څه ته، چې موږ اړتیا لرو نشو یې تر لاسه کولای هیڅ کار نه کوي، قیمت یې له نورو شرکتونو یو څه ښه دی خو کیفیت چې نه وي قیمت یې هیڅ مهم نه دی."


دا مهال د یو دولتي مخابراتي شرکت تر څنګ څلور نور خصوصي مخابراتي شرکتونه هم فعالیت کوي، چې دغو شرکتونو موبایل خدمتونو ترڅنګ د انترنت اسانتیا هم خلکو ته برابره کړې.

که څه هم د انټرنیټ د کیفیت په اړه شکایتونه موجود دي، خو په تیرو څو کلونو کې د افغانستان ډيرو سیمو ته د انټرنیټ خدمتونه رسیدلي دي.

د مخابراتو وزارت په وینا په تیرو لسو کلونو کې څه باندې دوه میلیارد ډالره په مخابراتي سیستم پانګونه شوې.

خو لا هم خلک د تیلیفوني او انترنتي سیستم د ډیر لګښت او ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي.

راپور- جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG