د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

ناټو: پوځي اقدام د سوريې شخړه نه حلوي


ناټو په دې باور نه ده، چې په سوريه کې پوځي مداخله به د دغه هېواد په امنيتي وضعيت کې کوم بدلون راولي.

دا خبره د دې تړون يوه عالي رتبه چارواکي جرمني جنرال مانفرېد لانګه د جمعې په ورځ وکړه. ده وويل، د پوځ له خوا مشرانو ته ويل شوي، چې پوځي اقدام به غوره نه وي بلکې سياسي پروسه دې وهڅول شي.

ناټو تېر ميلادي کال په ليبيا کې اووه مياشتنى پوځي کمپاين عملي کړ، چې په مرسته يې ياغيان وتوانېدل پخوانى رهبر معمر القذافي بېواکه کړي، داسې اوازې وې، چې ښايي دغه عمليات سوريې ته وغزول شي.

په همدې حال کې د سوريې ولسمشر بشارالاسد په خپلو هغو څرګندونو کې چې پرون خپرې شوې ويلي، دى ډاډمن دى چې رژيم به يې ناکام نه شي، په عين حال کې ده د خليج پر هېوادونو له انتقاد سره يوځاى تور پورې کړ چې د خپلو تېلو له شتمنۍ څخه په استفادې هڅه کوي دى له واک څخه ليرې کړي.

د اسد له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سوريې يوې مخالفې ډلې، په سوريه کې د ډيموکراتيک بدلون تنظيموونکي ملي ارګان د سوريې رژيم تورن کړى چې د دوى د دوو مشرانو د ورکېدو په قضيه کې لاس لري.

ټاکل شوې وه، د دې ارګان دوه مشران د يکشنبې په ورځ په دمشق کې په هغه کنفرانس کې ګډون وکړي، چې د سوريې د شلو ډلو له خوا جوړېدونکى دى او له ولسمشر اسد څخه غواړي چې واک پرېږدي.

د سوريې بحران د تېر ميلادي کال په مارچ مياشت کې په عرب هېوادونو کې له پاڅونونو په الهام پيل شو. د سوريې اعتراضونه د رژيم له سختو فشارونو سره هم مخ شوي دي.

سوريه وروسته د اسد د پلوي ځواکونو او هغو کسانو ترمنځ په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، چې د اسد ليرې کېدل غواړي.

فعالان وايي، د سوريې د بحران له پيله ٣٠ زره کسان وژل شوي، چې اکثريت يې ملکيان دي.
XS
SM
MD
LG