د بريتانيا په ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې کې يو بريتانيايي صاحب منصب د افغانستان په اړه په خپرې کړې مقالې کې ليکلي، په دغه هېواد کې بايد د لويديځوالو د هڅو مخه ونه نيول شي.
د مقالې ليکوال وړاندې ليکي، په افغانستان کې په هر حال خطر شته، پوځي سلا کار هم هغسې له ستونزو سره مخامخ وي لکه د جګړې د ډګر پوځي، خو د پوځي يونيفارم اغوستل، په خپله د يوه ځانګړي مسووليت لپاره د يوه خطر د منلو مانا ورکوي.
ډيلي ټيلګراف وړاندې ليکي، له افغان سرتيرو سره په همکارۍ کې دا ويره شته، خو دا مرسته بې ګټې هم نه ده، ځکه چې افغانان د خپل هېواد له دود دستور، رواجونو او جغرافيې سره بلد دي، چې دغه بلدتيا له بهرنيو پوځيانو سره مرسته کوي، چې خپل هدف ته ژر ورسيږي.
د ډيلي ټيلګراف په باور له افغان ځواکونو سره همکاري او ګډ عمليات په اوږد مهاله موده کې د بهرنيو امنيت تامينوي.
ورځپاڼه بيا څرګندوي، چې د يو شمېر ځواکونو خپله سره هڅې بايد په دې برخه کې ستونزې پيدا نه کړي.
د ورځپاڼې په وينا د يوه عسکر وژل که هغه له دښمن سره په جګړې کې وژل کيږي يا د کورنيو بريدونو په ترڅ کې، مصيب دي، خو د افغان ځواکونو روزنه له لس کلنې جګړې وروسته په اوږده مهال کې د بهرنيو عسکرو د ساتنې سبب کيږي، ځکه چې له دې سره دې ته لاره هواريږي، چې مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي او بهرني ځواکونه د جګړې له ډګره ووځي.
د ډيلي ټيلګراف په باور په داسې حال کې بايد بهرني ځواکونه د افغانان ځواکونو د روزني بهير ځنډني نه کړي او د وړو پيښو لپاره دې سترې ګټې له لاسه نه ورکوي.
د لويديځ يوې بلې چاپي خپرونې هم همدا مساله څيړلې ده، نشنل انټرسټ خپرونه په خپلې تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې، هغه ورځ چې افغانستان له لاسه ولاړ، ليکي، امريکايي چارواکي ټينګار کوي چې د دې سربيره چې د افغان ځواکونو له لورې پر بهرنيو عسکرو بريدونه شوې دي، دوي د افغان ځواکونو له روزنې لاس نه اخلي.
نشنل انټرسټ د منځنۍ او جنوبي اسيا د يوه څيړونکي په وينا ليکي، د اوسنۍ ستراتيژۍ بنسټ د افغان ځواکونو روزنه ده او که دا کار بشپړ نه شي اوسنۍ ستراتيژي به له منځه ولاړه شي او هغه وخت به هرهيڅوک دا وايي چې د افغانستان جګړه د يوه بشپړ مصيبت لور ته درومي.
د خپرونې په باور د ناټو له ستراتيژي سره سم چې په دوه زره لسم کال کې په ليزبن کې جوړه شوه، پر دې ټينګار وشو چې تر دوه زره څوارلسم ميلادي کال د ټول افغانستان مسووليت د دغه هيواد خپلو ځواکونو ته وسپارل شي، نو اوس که چيرته د افغان ځواکونو په روزنه کې ځنډ راځي او د بهرنيو او کورنيو ځواکونو تر منځ اعتماد له منځه ځي دا ستراتيژي به څرنګه عملي کيږي؟