د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

په تورلست کې د حقاني شبکې شاملیدل عملي بڼه غوره کړې


د بهرنیو تروریستي ډلو په تور لست کې د حقاني شبکې شاملیدو عملي بڼه غوره کړې ده.

د متحده ایالاتو د دې پریکړې له مخې به په امریکا کې د حقاني شبکې او یا د دې ډلې د غړو پانګي کنګل کیږي او امریکايي اتباع حق نه لري، چې له حقاني شبکې سره کوم ډول معامله وکړي.


د دې ترڅنګ به د سیمې هر هغه هېواد، چې له حقاني شبکې سره مرسته وکړي مسول او له تروریزم څخه ملاتړ کونکی بلل کیږي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې نظر دي، چې متحده ایالات کولای شي د حقاني شبکې د ځپلو لپاره په پاکستان کې چې ویل کیږي، دغه ډله په دې هېواد کې خوندي مرکزونه لري، هم پوځي اقدام وکړي.


افغان حکومت وايي، په تور لست کې د حقاني شبکې شاملیدل به د دې هېواد د سولې په پروسه کوم اغیز ونه کړي، خو ټینګار کوي چې د سولې د خبرو لپاره د دوي غیږه هرې ډلې ته خلاصه ده.

خو یو شمېر کتونکي بیا په دې بار دي، چې تر کومې پاکستان د حقاني شبکې د ځپلو لپاره ریښتیني ګامونه وانخلي پر تور لست کې شاملیدل به د دې ډلې پر فعالیتونه کوم لوی تاثیر ونه لري.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې وروسته له هغې، چې امریکا حقاني شبکه په تور لست کې شامله کړه، د سیمې له هېوادونو په خاصه توګه له استخباراتو وغوښتل، چې پر حقاني شبکې د فشار راوستو په لړ کې له افغان حکومت سره جدي او صادقانه همکاري وکړي.
XS
SM
MD
LG