د سوریې ولسمشر د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته وویل، کومه جګړه، چې په سوریه کې پیل شوې ده، یوازې دمشق نه ګواښي، ایران او د لبنان حزب اله ته هم یو تهدید دی.
د سوریې دولتي اژانس، سانا وایي، بشار الاسد علي اکبر صالحي ته په دمشق کې د چهارشبنې په ورځ د سپتمبر په نولسمه څرګنده کړه، چې د سوریې جګړه د مقاومت محور ته یو ګواښ دی.
د بشار الاسد رژیم ، سوریه، ایران او د لبنان حزب اله د اسراییل پرضد د مقاومت محور ګڼي.
د سوریې دولتي اژانس د ولسمشر بشارالاسد په وینا وایي، چې د ده رژیم د سوریې د شخړو د هواري په برخه کې ټولو وړاندیزونو ته ښکاره ځواب ورکړی دی او د هر وړاندیز بریالیتوب په صداقت کې دی.
بشار الاسد او د هغه ملاتړي، لکه روسیه، چین، ایران او د لبنان حزب اله له اتلس میاشتو راهیسې د سوریې په روانو شخړو کې لویدیځ هېوادونه، ترکیه او د خلیج عربي هېوادونه ملامتوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په دمشق کې خبریالانو ته وویل، د سوریې د شخړو حل د سوریې د خلکو په لاس کې دی، خو صالحي څرګنده کړه، چې د سیمې هېوادونه هم په دې برخه کې مرسته کولای شي:
"موږ باید د موسسو او د هغو هېوادو ترمنځ چې په مخلصانه او صادقانه ډول هڅې کوي یوه سوله ییزه لاره پیدا کړي، په هماهنګي له یوه بل سره وتوانیږو، چې ان شاءالله یوه مناسبه حل لاره وړاندې کړو."
بل لور ته د امریکا د خزانې وزارت ایران تورن کړ، چې د دې لپاره غولونکې هلې ځلې کوي، چې د دمشق رژیم وسلې ترلاسه کړي او هغه د خپلو خلکو پرضد وکاروي.
د امریکا د خزانې وزارت وایي، چې ایران په یوسل او اولس الوتکو کې سوریې ته وسلې او جنګي تجهیزات لیږلي دي.
امریکایي چارواکي وایي، چې دا الوتکۍ د ایران ایر، ماهان ایر او یاس ایر هوایي چلندونو له لورې سوریې ته استول شوې دي او دا درې هوایي شرکتونه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب مربوط دي.
دمشق ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره په یوه وخت لویدیځ خپلواک خبریالان په دمشق او د سوریې په شمال کې د ادلب په ښار کې د سختو جګړو رپوټونه ورکړې دي.
له رپوټونو سره سم پرون د دمشق په جنوب کې حکومتي ځواکونو د توپونو ډزې وکړې.
د بخښنې نړېوال سازمان پرون د سوریې حکومتي ځواکونه تورن کړل، چې پر ملکیانو یې په ادلب او حما ښارونو کې بمباري کړې او د وژل شویو کسانو له مړیو څخه یې غوږونه او پوزې پرې کړې دي.