د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

ناټو: د افغان ستونزه له سیاسي لارې هواریږي


سایمن ګاس
سایمن ګاس
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، چې د کار دوره یې پای ته رسیدلې ده وایي، د ناټو ځواکونه چې کله له افغانستانه وځي هلته به طالبان مات شوي نه وي، خو د ناټو هڅې په دغه هېواد کې د روغې جوړې بهیر ته لاره هواروي.

سایمن ګاس د دوه زره یولسم کال په اپریل کې د ناټو د ملکي استازي په توګه په افغانستان کې وټاکل شو او تمه ده، چې د را روانې میلادي میاشتې په پیل کې هالنډۍ ماوریتس یوخمز د هغه پر ځای وټاکل شي.

سایمن ګاس د ناټو په مرکز بروکسل کې په خپل وروستي خبرې کنفرانس کې د سپتمبر په نولسمه وویل، تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې به د افغان حکومت مخالف وسله وال مات نه شي، خو دا توان به هم تر هغه وروسته پیدا نه کړي، چې حکومت راوپرزوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سایمن ګاس په بروکسل کې خبریالانو ته پرون وویل، د دې لپاره چې طالبان کمزوري شوي دي نو د افغانستان د شخړو د حل لپاره سیاسي لاره هواره شوې ده:

«یاغیان لا هم هلته شته، یاغیان لا هم فعاله دي، نو د دې لپاره چې په افغانستان کې سوله راشي، تاسو ټوله پوهیږئ چې موږ هلته سیاسي روغې جوړې ته اړتیا لرو او له بېلابېلو لارو د دې سولې لپاره لاسونه غځول شوې دي، څو د سولې هڅې پرمخ ولاړې شي او نتیجه یې روغه جوړه شي.

څه چې زه یې څرګندول غواړم هغه دا دی چې یاغیان هم پوهیږي چې په زوره د افغانستان حکومت نه شي نسکورولی، د همدې لپاره زه باور لرم، چې وروستۍ حل لاره به سیاسي وي.»


بریتانیایی دیپلومات سایمن ګاس، چې د ناټو د ملکي استازي په توګه یې کار وروسته له اتلس میاشتو بل کس ته سپارل کیږي دا هم وایي، چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته چې امنیتي چارې افغانانو ته سپارل کیږي، بیا هم جدي ګواښونه شته:

«کله، چې په دوه زره څوارلسم کال کې د انتقال بهیر بشپړ شي، موږ دغه هېواد، چې له ګڼو ستونزه سره مخامخ دی، پریږدو، دا هېواد د دیرش کلونو جګړو له ستونزو سره مخامخ دی چې بنیادي تاسیسات یې ډیر ویجاړ کړې دي، دا هېواد له سختې لوږې سره مخامخ دی او اقتصاد یې هم سخت کمزوری دی، د نشه يي موادو ستونزه لري او د اداري فساد ستونزه.»

د ناټو ملکي استازي زیاته کړه، چې ناټو او نړېواله ټولنه تر دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته هم له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي، خو پکار ده چې افغان حکومت هم خپلې ژمنې ترسره کړي.

سایمن ګاس څرګنده کړه، چې کابل باید د اداري فساد مخه ونیسي، حکومتي چارې ښې کړي او د انتخاباتو په ګډون په حکومت پورې یو شمېر نور اړوند کارونه باید شفاف ترسره شي.
XS
SM
MD
LG