افغان چارواکي وايي، چې د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې بهرنيو او کورنيو سرتېرو عمليات کړي دي، چې په پايله کې يې د مقر ولسوالۍ د پاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی او شپږ ملګري يې ژوندي نيول شوي.
چارواکي وايي، دغه عمليآت بهرنيو سرتېرو تېره ورځ ناوخته د غزني په مقر ولسوالۍ کې کړي، چې په پايله کې د طالبانو د ولسوال په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.
د چارواکيو په خبره تر عملياتو وروسته بهرنيو سرتېرو ته د وسله والو طالبانو سپکې او درنې وسلې او نور چاودېدونکي توکي هم لاسته ورغلي دي .
د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي، چې دغه عمليات بهرنيو سرتېر د مقر ولسوالۍ په چهادرېوال سيمه کې کړي او نيول شوي کسان يې هم له ځان سره وړي دي، د ده په خبره د عملياتو کې بهرنيو سرتېرو ته ځاني زيان نه دی اوښتی:
"عمليات سپېشل فورس په مقر ولسوالۍ کې کړي، چې په کې د طالبانو ولسوال او درې نور طالبان وژل شوي او شپږ نور نيول شوي دي. نيول شوي کسان ټول بهرنيو سرتېرو له ځان سره وړي دي."
چارواکي د مقر د پاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال نوم ملا عبدالله ښيي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دوې ورځې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاڅون کوونکيو تر منځ نښته شوې وه چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
راپور: سيدشاه سقيم، غزني