د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د مکروریانونو خلک: حکومتي چارواکي مو شنې سیمي غصبوي


د کابل ښار د مکروریانونو اوسېدونکي اندېښنه ښيي، چې یو شمېر دولتي چارواکي غواړي، چې ان د بلاکونو ترمنځ زرغونې سیمې هم غصب کړي.

د څلورم مکروریانونو د اتم بلاک اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې له تیرو څو میاشتو راهیسي ځینې دولتي چارواکي دوی ته ګواښونه کوي او غواړي د دو بلاکونو ترمنځ پر زرغونه سیمه نوې ودانۍ جوړې کړي.

د څلورم مکرویانونو یوه استازي حاجي محمد طاهر وايي، چې د پخوانۍ نقشې پر اساس په دې شنه سیمه کې د برښنا مځي او کانالیزاسیون تیر شوي دی.

ښاغلی طاهر او د دې بلاک یو بل اوسېدونکي حاجي منیر ازادۍ راډیو ته وویل، چې د لوی څارنوالۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړي څارنوالۍ رئیس یار محمد حسین خیل غواړي، چې دا ځمکه غصب کړي:

“ دغه 700 کسان چې په اتم بلاک کې ژوند کوي، دغه سیمه یې د مړه او ژوندي او تفریح لپاره ده، له ټولو سره تر دې مځکې لاندې ټول سیسټمونه تیر شوي کوم قانون دوی ته اجازه ورکړې.

تر هوايي ډګر پورې دوه زره جریبه ځمکه استملاک شوې، دا دوه جریبه مځکه څنګه پاته شوې، که موږ سپین ږیري شو او له منځه ولاړو خیر دی، زموږ کوچنیان او لمسیان خو پاته دي.
ظلم هم یوه اندازه لري.
د لوی څارنوالۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړي څارنوالۍ رئیس یار محمد حسین خیل غواړي، چې دا ځمکه غصب کړي:
د لوی څارنوالۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړي څارنوالۍ رئیس یار محمد حسین خیل غواړي، چې دا ځمکه غصب کړي:

حاجي منیر: دا یوازنۍ سیمه ده، چې د اتم بلاک ټول خلک ورته راکښته کیږي، تفریح په کې کوي، اوس د مځکې مافیا راغلې غواړي، پر دغه ځای لوړ پوړي ودانۍ جوړې کړي.

غصب کوونکي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ رئیس یارمحمد حسین خیل دی، ټول کار د ده دی.”

د 1986 میلادي کال د نقشې له مخې د اتم بلاک شاته په زرغونه سیمه کې د بل بلاک د جوړولو نقشه نشته، هغه تصویرونه چې ازادۍ راډیو له دغي نقشې څخه اخیستي په کې ښکاري، چې تر دغې مځکې لاندې د برېښنا 15 زره واټ لینونه تیر شوي، چې 3 او 4 مکروریانو ته یې برېښنا رسولې.

د مکروریانو د ساتني او څارني مسئولین وايي، چې دغي مځکي ته د مکروریانو نور سیسټمونه هم نژدې دي.

خو د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې د ځانګړي څارنوالۍ رئیس یارمحمد حسین خیل بیا له ازادۍ راډیو سره په خبرو کي د4 مکروریانو د اوسېدونکو تورنه رد کړل او ویې ویل، چې دا هسی تور دی:

“دا ټول ردوم، دغه ځای مه نه لیدلی او نه ورغلی یم، دوی غواړي په دغه ډول پروپاګندو سره خپلو جایدادونو ته قانوني صبغه ورکړي، دا یې پر ما یو تورلګولی دی.”

د کابل ښاروالۍ د مکروریانونو د څارني او ساتني چارواکي هم وايي، چې د 4 مکروریانو د اتم بلاک شاته د نوو لوړپوړو ودانیو او کورونو جوړولو ځای نه دی پاته.

د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدلو کمېسیون مشر ډاکتر زلمی زابلی وايي، چې په دې اړه دوی ته هم د خلکو شکایتونه ورغلي او باید افغان حکومت یې مخنیوی وکړي.

په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د شخصي او دولتي مځکو غصب ډیر زیات دی او له دې امله په ډیرو سیموکې خلک شکایتونه کوي.

اداري فساد، نا امنۍ او د ځمکو غصب د افغان حکومت لويي ستونزي او چلنجونه دي، چې راپورونه وایي، په دغو مسایلو کي یوشمیر افغان چارواکي لاس لري.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG