د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

نن به د کرکټ په شل اووريزه سیالیو کې هند او افغانستان سره مخ شي


هندوستان د کرکټ تر ټولو ښو لوبډلو څخه ده او افغانستان يوازې څو کاله مخکې لوبه پيل کړی، نو د دواړو لوبډلو پرتله کول به بې انصافي وي.

بې له شکه به افغان لوبغاړي د هندي سيالانو په وړاندې، چې د کرکټ په درجه بندۍ کې په لومړي کتارونو کې دي، د ستونزو سره مخ وي، خو لکه څرنګه چې د افغان لوبډلې مشر، نوروز منګل ويلي، دا به يې د ځوانو لوبغاړو لپاره د زده کړې يو بل ښه چانس وي.

د هندوستان قوت تل د هغوي بيټينګ يا توپ وهل ګڼل کيږي، د پاکستان پر وړاندې دوستانه سيالۍ کې يې ۱۸۲ منډې جوړې کړي، خو توپ غورځوونکو يې د دې هدف دفاع ونه شوه کړای، نو افغان لوبډله به کوښښ کوي، چې لومړي بيټينګ وکړي او ښې منډې جوړې کړي.

کرکت پوهان د هندي لوبغاړو له خوا د شارټ بال د سم نه لوبولو په اړه ډيرې خبرې کړي، نو د هندوستان د ويريندار سهواګ، ويرات کوهلي، سريش رانا او يوراج سینګ په شان د نړۍ د ځينو ډيرو ښو توپ وهونکو پر وړاندې به د شاه پور، عزت الله او دولت ځدران د تيز بال غورځولو وړتيا د ليدلو وړ وي.

د افغان لوبډلې مشر، نوروز منګل ويلي دي، چې د دوی لوبغاړي د پخوا په نسبت ښه شوي دي او د لويو ټيمونو سره د لوبې ښه قابلیت لري.

هغه کريک اينفو ټکی کام ویب سایټ ته ويلي، چې افغانان ترې ډيره تمه لري او کوښښ به کوي چې د تير نړېوال کپ په پرتله ښه ولوبيږي.

۲۰۱۰ کې افغانستان د هندوستان او جنوبي افريقې په وړاندې خپلې دواړه لوبې بایللي وي.

افغانستان په دې وروستيوو کې په خپلو سياليوو کې د بیټينګ ښه پيل نه دی درلودلی. کریم صادق، محمد شهزاد او نوروز منګل د ډيرې وړتيا باوجود هم ژر اوټ شوي او د بيټينګ کولو ډير بوج پر اصغر ستانکزي او محمد نبي پريوتی، چې دواړو ښه لوبيدلي.

اړينه ده، چې لومړی توپ وهونکي تيزه لوبه کوونکو (محمد نبي، ګلبدين نایب او سميع الله شينواري) ته ښه بنسټ پريږدي.

د افغان لوبډلې روزونکي کبيرخان بي، بي، سي ته ويلي چې لوبغاړي به يې د هندوستان په شان لويې لوبډلې سره د سيالۍ له امله تر فشار لاندې وي. که له دغه فشار څخه وتلي لوبه وکړي نو ليري نه ده چې هندي لوبډلې به يې د تير په پرتله په اسانه ونه ګټي.

ممکنه افغان لوبډله: کريم صادق، محمد شهزاد، جاويد احمدي، اضغر ستانکزی، نوروز منګل، محمد نبي، سميع الله شينواری، ګلبدين، دولت ځدراڼ، عزت الله دولتزی او شاه پور ځدراڼ


ممکنه هندي لوبډله: ویريندر سهواګ، ګوتم ګمبير، ويرات کوهلي، يوراج سينګ، روهيت شرما، سریش رانا، ايم ایس دوني، آر اشوين، عرفان پټان، ظهير خان او آشوک ډينډا
XS
SM
MD
LG