د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د چهارشنبې په سهار د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوی، چې په جګړه کې ښکیلې خواوې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو دعوه کوي.
د نورستان امنیي قومندان وایی، چې تر اوسه يي نهه تنه وسله وال مخالفان وژلي چې جسدونه يي په جنګ کې پاتې دي.
د نورستان د امنیي قومندان سمونوال غلام الله نورستاني په تیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، چې د چهارشنبې سهار پنځه بجې په سلګونو وسله والو طالبانو، چې پاکستاني پوځونه يي هم مرسته کوي، د کامدیش پر ولسوالۍ برید کړی:
"یوڅه پاکستانۍ ملیشې او له ناړۍ،غازي اباد او کونړ څخه وسله وال مخالفان راټول شوي او غواړي، چې د کامدیش ولسوالۍ ونیسي، خو زموږ ځواکونه يي مقابلې ته چمتو دي.
تر اوسه يی په کې د قومندان حیات الله په ګډون د وسله والو طالبانو ۹تنه وژلي، یو پولیس وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي."
هغه وايي، له دوي سره ملي اردو،سرحدي، سیمه ییز پولیس او هوايي ځواکونه پوره همکاري کوي، چې هوايي ځواکونو په سیمه کې بمباري کړې، چې تر اوسه يی د مرګ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نه لري.
د کامدیش ولسوالۍ له ګاونډ د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه په را رسیدلو راپورونو کې ويل شوي، چې پر بریکوټ یو توغندۍ راتوغول شوی، چې د ولسوال ګل زمان په وینا دوه تنه ولسي وګړي په کې ټپيان شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دعوه کوي، چې د کامدیش په جګړه کې يی ګڼو دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په اړه يي څه نه دي ویلي.
کامدیش او برګ مټال ولسوالۍ د پاکستان د چترال ولسوالۍ سره شریکه پوله لري، چې ډیری وختونه په کې د وسله والو طالبانو او د دولتي ځواکونو ترمنځ نښتي کیږي.
راپور- روح الله انوري، کونړ