د ناتو عمومي منشې اندیرس فوغ رازموسین د سې شنبې په ورځ په ټینګار سره وویل، د افغانستان لپاره د ناتو عمومي ستراتیژي ثابته او په خپل حال ده، که څه هم چې د افغان او ناتو ځواکونو په ځینو ګډو عملیاتو کې کموالی راغلی:
“دا اقدامات زموږ عسکرو ته د خطرونو د کمولو په مقصد تر لاس لاندې نیول شوی دي.
دا زموږ د قوماندانانو مسولیت دی، خو دا اقدامات په ټولې ستراتیژۍ کې بدلون نه رامنځ ته کوي.
دا ستراتیژي به په خپل حال وي. په دې معنی چې موږ به په تدریجي ډول مخکښ مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته حواله کړو”.
د ناتو عمومي منشي د افغان او ناتو ځواکونو د ګډو عملیاتو د راکمولو یا محدودیت په اړه وویل، چې دا کار موقتي او احتیاطي دی:
“موږ به له افغان امنیتي ځواکونو سره خپل شراکت، مرستې او مشورو ته دوام ورکړو. په ځینو ځایونو کي به مستقیم شراکت وځنډول شي او دا د دې ښکارندوي دی، چې افغان امنیتي ځواکونه په هغو سېمو کې په مستقل او یوازې ځان عملیات تر سره کولای شي”.
د ناتو په مشرۍ ايساف ځواک د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي و، په افغانستان کې په ځینو ځایو کې ځیني عملیات بهرنیو ځواکونو ته د خطر راکمولو په مقصد، د موقت وخت لپاره کم شوی دی.
ایساف وایي، خبری رسنیو غلط راپورونه خپاره کړې، چې ناتو له افغان ځواکونو سره ګډ پوځي عملیات بند کړی دي.
د ایساف په اعلامیې کې راغلي د اسلام پر ضد د یوه فلم له خپریدو له امله په اسلامي هېوادو کې قهرجني مظاهرې شوې او له دې درکه هم بهرنیو ځواکونو ته په افغانستان کې ګواښونه مخامخ شوی دي. د فلم پر ضد مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.
ايساف دغه راز وایي، د افغان ځواکونو شراکت، روزنې، مشورو او مرستو ته په مطلق ډول ژمن دي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیرې د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د افغان او ناتو ځواکونو ترمنځ همکاري دوام لري، خو دا یي ومنله، چې د بلوک او ټولې په سطحه همکاري د موقت وخت لپاره تر غور لاندې ده.
د روان کال له پیل راهیسي د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو ځواکونو باندې د حملو له امله لږ تر لږه ۵۱ بهرني پوځیان وژل شوي.
د امریکا پوځي چارواکي وایي، یو شمېر حملې د کلتوري غلط فهمیو له امله کیږي، خو دا یي هم منلې چې طالبانو د افغان پوځ او پولیسو په لیکو کي نفوذ کړی دی.
د افغانستان دفاع وزارت، د پوځ له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندي د حملو له امله په سلونو کسان ایستلې دي او د امریکا پوځ ددي حملو په غبرګون کي د افغان پولیسو د زرونو کسانو د روزنې پروګرام بند کړی دی.