د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

ناټو له افغان ځواکونو سره ګډ پوځي عملیات کموي


د سه شنبې په ورځ لویدیځو مقاماتو وویل؛ وروسته له هغه چې د دوی پر عسکرو د افغان عسکرو له خوا بریدونه زیات شول؛ ناټو تصمیم ونیو، چې نور به له افغان عسکرو سره ګډ عملیات کم کړي.

د څیړنکو په نظر هغه فلم چې په کې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی شوی دی؛ له دې کبله هم د ناټو قواوي اندیښمنې دي، هسې نه چې د افغان سربازانو خشم او غصه راوپاریږي او د ناټو پر قواوو به حملې زیاتې کړي.

دا دوهم فرمان دی، چې د بهرنیو ځواکونو او د دوی، د افغان همکارانو تر منځ په اړیکو کې خنډ رامنځ ته کوي او هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راولي؛ چې وايي، افغان او بهرني ځواکونه اوږه په اوږه د طالبانو بر ضد جنګیږي.

دا لار ښود د امریکا په مشري د نړیوالو اییتلافي ځواکونو هغه اساسي هدف له خطر سره مخامخ کوي؛ کولای شي، چې د 2014 میلادي کال تر پایه افغان ځواکونه د امنیت اخیستلو ته چمتو دي.

روان میلادي کال ۵۱ نړیوال عسکر د افغان عسکرو له خوا اویا هم د هغو طالبانو په حملو کې چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و؛ وژل ووژل سول.

د ایتلاف د قواوو یو ویاند "جم ګري بیل" وویل، له افغانستان څخه دباندې د "مسلمانانو د معصومیت" په نوم د یوه فلم خپریدل؛ چې په هغه کې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی شوی دی او په هیواد کې دننه پر بهرنیو قواوو د افغان سرتیرو حملو، ایساف اړ کړی دی، چې په ډيره هوښیاري عمل وکړي او د محلي خلکو سره په ډیر احتیاط و اوسي.

اما اییتلافي قواوو، دغه فرمان بې اهمیته ګڼلی دی او وايي، چې د دوی پوځونه اوس هم افغان عسکرو ته مشورې ورکوي او همکاري ورسره کوي. د هغوی په وینا دغه فرمان د افغان مشرانو په مشوره صادر شوی دی.

د اییتلاف قواوو د عامه اړیکو رییس "ډګرمن ریچ شپیګل" ویلي دي؛ چې دا فرمان به تر یوې نا معلومې مودې پورې دوام ولري.

د روان کال په پیل کې د امریکايی قواوو قومندانانو "د نجات فرشتو" په نوم یوه ډله جوړه کړه؛ چې په افغانستان کې د بهرنیو قواوو حفاظت وکړي. نړیوالو او افغان قواوو په دې اړه نور اقدامات هم کړي دي. اما د ډګرمن ریچ په وینا دا اقدامات په دې معنی نه دي؛ چې د افغان او بهرنیو قواوو ګډ عملیات او ګزمې په بشپړه توګه دریدلي دي.

افغان برید جنرال "دولت وزیري" هم ازادي راډيو ته وویل؛ چې د افغان او بهرنیو قواوو تر منځ همکاري لا اوس هم دوام لري.

په دې ورستیو کې افغان مقاماتو په سلګونو داسې عسکر له وظیفو لېرې کړي دي او یا هم بندي کړي دي؛ چې د استخدام پر وخت یې جعلي اسناد وړاندې کړي وو.

د ناټو قومندانان وايي، چې فعلاً په کوچنیو جذتامونو کې ګډې ګزمې دریدلي دي. د ایساف په یوه اعلامیه کې لیکل شوي دي؛ چې په کوچنیو جذتامونو کې به له افغان عسکرو سره د لویدیځو قواوو همکاري د سیمه ییزو قومندانانو په تایید او تصویب تر سره کیږي.

په واشنګټن کې د امریکا پوځ په یوه بریښنا لیک کې ویلي دي؛ چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو قومندان "جنرال جان الن" په عملیاتو کې ټولو ښکیلو قومندانانو ته هدایت کړی دی؛ چې د اوسني حلاتو په نظر کې نیولو سره د امریکايي قواوو پر حفاظتي لارو چارو او تاکتیکي فعالیتونه باندې غور وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر "لیون پنیټا په پیکینګ کې یوه خبري کانفرانس ته وویل؛ په افغانستان کې پر بهرنیو قواوو باندې د افغان عسکرو حملط د اندیښنې وړ دي؛ او جنرال جان الن په دې اړه مؤثر ګامونه پورته کړي دي.

خو هغه وویل، چې دا ډول بریدونه به له افغانستان څخه په 2014 میلادي کال کې د بهرنیو قواوو د وتلو پلان متاثیر نه کړي.
XS
SM
MD
LG