د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

څنګه په پکتيا کې به شته ابتدايي ستونزې هواري شي؟


په پکتيا کې د ابتدايي شخړو د هواري يو ورځنۍ غونډه او کنفرانس جوړ شو، چې تر ۲۰۰ زياتو کسانو په کې برخه اخيستې وه.

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د يوې افغاني خيريه موسيسې ابرار په نوښت د شخړو د هواري په موخه يو ورځنۍ غونډه او ورپسې کنفرانس جوړ شو.

په دغه غونډه او کنفرانس کې تر ۲۰۰ تنو ګډون کړی و، چې تر ۵۰ زياتو ښځو هم په کې برخه اخيستې وه.

د غونډې سمبالوونکو په دې خبرې وکړې، چې څنګه کېدلای شي؛ په پکتيا کې شته ابتدايي ستونزې او شخړې په بشپړ ډول هواري شي.

دوی وويل، که څه هم په پکتيا کې د ځمکو پر سر شخړې له کلونو، کلونو راهيسې نا هموارې پاتې دي او دې ته ورته نورې ستونزې هم په زياته پيمانه شته، خو زياته يې کړه چې دا غونډه او کنفرانس يې لومړی او اخېرنی نه دی، دوی به دلته ډېر نور پروګرامونه هم ولري.

د غونډې ګډونوالو غوښتنه کوله، چې دا ډول پروګرامونه د عامه پوهاوي له پاره ډېر اړين دي او بايد د دوی له پاره لا له پخوا جوړ شوي وی، د غونډې يو ګډونوال مقبل فضلي وويل چې په دې غونډه او کنفرانس کې په دې خبرې وشوې چې ستونزې چا رامنځ ته کړې او څوک يې حل کولی شي ؟.

د غونډې يو بل ګډونوال حاجي خواني جهاني دا هم وويل، چې دوی هغه تجربې هم د غونډې له ګډونوالو سره شريکې کړې چې څنګه يې د قومي سيسټمونو له لارې په خپلو سيمو کې شخړې هوارې کړې دي ؟

د يادونې وړ ده، چې د ابرابر خيريه موسيسې سمبالوونکو وويل، دوی به د عامه پوهاوي دا ډول پروګرامونه ډېر زيات کړي او هڅه به يې دا وي، چې په پکتيا ولايت کې د سولې راوستو او پاللو په موخه د ځوانانو يوه ډله جوړه کړي.

راپور: داود تپان
XS
SM
MD
LG