د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د پاکستان غلوونکې یا جاودګره حمله


فارین پالیسي خپرونې ، د پاکستان غلوونکې یا جاودګره حمله – تر سرلیک لاندي یوه اوږده تحلیلي مقاله لیکلې، د افغانستان، سيمې او نړۍ د هیوادونو په وړاندي یې د اسلام آباد بهرنۍ پالیسۍ ته کتنه کړې او په یوې برخې کې یې راغلي:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر وایي؛ په تېر اوړي کې یې په کابل کې د خپل سفارت د ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره افغانستان ته سفر کړی و او په دې سفر کې ورسره د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف، د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال زهیر الاسلام او نور قوي او جګ پوړي چارواکي هم ملګري وو.

د ودانۍ د پرانستلو له مراسمو وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي حملو او شخړو سره سره، چې ملي شوری او مطبوعات سخت په غوسه وو، پاکستانې هیات ته جمهور رییس حامد کرزي ډوډۍ وکړه .

فارین پالیسي د کهر له خولې زیاتوي، تر ټولو جالبه او مهمه داوه، چې د پخوانۍ شمالي ټلوالې ډېر مهم مشران چې ځانونه د طالبانو سخت مخالف بولې او په پاکستان سخت انتقادونه کوي، د غونډي په مهال په لومړي قطار کې ناست وو.

په دوی کې ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد یونس قانوني، حاجي محمد محقق، د جنرال دوستم استازی فیض الله ذکي او نور شامل وو.

فارین پالیسي لیکي، د افغانستان او پاکستان اړیکې د پخواني جمهور رییس برهان الدین رباني له وژل کیدو وروسته ډېر خراب شوي وو.

دیادو مشرانو د راټولولو او نږدې کولو په کار کې په افغاسنتان کې د پاکستان د سفیر محمد صادق ونډه ډېره زیاته وه. صادق وایي، په تېرو دریو څلورو کلونو کې موږ د افغانستان د شمال اتحاد له مشرانو سره چندانې ښه اړیکې نه درلودل، خو دا مهال موږ خاص او عام ارتباطات لرو.

فارین پالیسي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې د خبرو په دوام کې لیکي؛ په تېر اوړي کې یې په کابل کې د شمال ټلوالې له هر مشر سره نیم ساعت او یا ۴۵ دقیقي جلا جلا وکتل او بیا وروسته د پاکستان صدراعظم هم له هر یوه سره وکتل. هغوی ټول په کابل کې د پاکستان په سفارت کې حاضر وو.

انټرنشنل هیرالډ ټربیون ورځپاڼې، "بې ارزښته تورلیست" ترسرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په پیل کې یې لیکي:

تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو ملګري - حقانې شبکه
د بهرنیو تروریستي سازمانونو په لیست کې شامله کړه او په دې توګه دا ډله د حماس او القاعده ډلو په قطار کې ودریدله. خو نتیجه یې څه ده؟

ورځپاڼه لیکي، امریکا او متحدانو یې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې ډېر څه زده کړل، خو په ځينو اساسي شیانو سترګې پټوي او ځان ورڅخه تېروي.

ورځپاڼه زیاتوي، په یوې ډلې باندې د بهرني تروریيستي سازمان ټاپه وهل یوازې دا معنی نه لري؛ چې دا ډله یا سازمان د امریکا دښمنه ده، بلکه د امریکا لپاره په راتلونکی کې د سیاسي حل انتخاب هم محدودوي.

د ورځپاڼې په باور، له طالبانو څخه د حقاني شبکې د پراخه تشکیل جلا کول به یو پراخ او هراړخېز حل ګران کړي.

په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ کلونو کې هم د طالبانو یو شمېر جګ پوړو مشرانو د پخلاینې، له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ لیوالتیا ښودلې وه، خو د منفي ځواب په ترلاسه کولو هغوی ته له مقاومت کولو پرته بله چاره نه پاته نه شوه.
XS
SM
MD
LG