د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

ملي وفاق: سلګونه تنه له خپلې خاورې د دفاع لپاره کونړ ته ځي


د ملي وفاق ګوندشر بسم الله شیر
د ملي وفاق ګوندشر بسم الله شیر
د ملي وفاق ګوند د پلان له مخې کونړته د دې کسانو له رسیدو سره سم به د نوموړي ولایت له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره ترسلا مشورو وروسته د پاکستان د راکټي بریدونو پر وړاندې لازم اقدامات وشي.

د دې ګوند مشر بسم الله شیر د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل؛ چې کابو زر تنه د خیتځو سیمو له اوسیدونکو سره د یووالي او له خپلې خاورې د دفاع لپاره چمتو شوي؛ چې د یکشنبې په ورځ کونړ ولایت ته سفر وکړي.

ښاغلي شیر له حکومت په ځانګړي توګه له امنیتي ارګانونوڅخه وغوښتل؛ چې له دې حرکت اوخوځښت سره لازمه همکاري وکړي:

"له شلو ورځو راهیسې موږ هڅه کوو، چې له کونړ ولایت څخه د دفاع لپاره د خلکو نومونه ولیکو او هغوی منسجم کړو.

ډیر شمیر هیوادوالو تراوسه په همدې هدف خپل نومونه لیکلي او کونړ ته د تګ لپاره چمتو شوي دي.

موږ له خپل توان سره سم دوی را بللي او د یکشنبې له ورځې به د یوې سوله ییزې مظاهرې په کولو سره لومړی عیدګاه جومات او بیا به د کونړ ولایت پر لور روان شو"


راپورونه وایی چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پرختیځو پولو په تیره د کونړ او نورستان پر سرحدي سیمو له دوو کلونو راهیسې راکټونه توغول کیږي؛ ویل شوي، چې په تیرو څو میاشتوکې کابو پنځه زره راکټي پاکستان ویشتي چې لسګونو ملکي وګړو ته یې په کونړ کې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

ملي وفاق د افغانستان لومړنی سیاسي ګوند دی چې شاوخوا درې اونۍ مخکې یې د پاکستان له خوا د افغانستان پرختیځو پولو د پاکستان د راکټي بریدونو پرضد د جهاد لپاره د خلکو نوم لیکنه پیل کړه.

خو کونړ ته تللونکي خلک وايي، وسلې له ځان سره نه وړي.

وطندوست یو له هغو زرو کسانو څخه دی چې له خپلې خاورې او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع لپاره کونړ ته د تګ لپاره چمتو شویدی، په دې اړه وايي:

"د پاکستان آی،اېس،آی باید پوه شي، چی میدان خالی نه دی بلکې پر وړاندې یې د افغانستان له بیلا بیلو برخوڅخه ځوانان او پر هیواد مین خلک ولاړ دي.

زموږ وسلې زموږ د نیکونو په څیر تورې، بیلچې او تبرونه دي.

لکه څنګه چې زموږ پلرونو او نیکونو زموږ پر هیواد یرغلګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی و؛ موږ هم د هغوی بچیان یو او هماغه شان ځواب به ورکړو".


د کونړ اوسیدونکو هم له دې دمخه څو ځلې ویلي، که چیرې افغان حکومت د پاکستان له خاورې د راکټي بریدونو ځواب ورنه کړي؛ نو دوی تیار دي، چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې ورته اقدام وکړي.

خو ولسمشرکرزي تل ویلي، چې افغان حکومت به د پاکستان د دې توغندوي بریدونو پر وړاندې هیڅکله ورته اقدام ونکړي؛ ځکه چې د هغه په خبره دوی نه غواړي، چې د پولې په هغې غاړې کې بې ګناه خلک ووژني.

که څه هم لا تراوسه نه ده معلومه چې د ملي وفاق د ګوند دا نوی حرکت به څنګه پرمخ ولاړشي او آیا د پاکستان له خوا د راکټي بریدونو د مخنیوي په برخه کې به کومه ښه نتیجه ورکړي که نه؛ خو ټول خلک وایي، چې دا له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره د افغانانو ملي یو والی څرګندوی.
XS
SM
MD
LG