د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۹

له حاجي دین محمد پرته ټولو نوماندانو له ولسي جرګې د باور رایې ترلاسه کړې


د افغانستان ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت د ریاست لپاره کاندیدانو هره یوه جنرال بسم الله محمدي، جنرال غلام مجتبې پتنګ او اسدالله خالد ته د باور رایي ورکړې.

خو دې جرګې د قومونو، قبایلو او سرحدونو وزارت ته کاندید حاجي دین محمد ته د باور رایه ورنه کړه.

د ولسي ټول نصاب ۲۴۱ کسان وو، چې د هر کاندید لپاره د ۱۲۱ رایو خپلول ضروري وو.

جنرال محمدي د باور۱۲۴ رايې، جنرال پتنګ ۱۲۹ رايې او ښاغلي خالد ۱۴۳ د باور رايې واخیستې او حاجي دین محمد ۱۱۷ رایې واخیستې، چې بریالی نه شو.

خو د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو د شنبې د ورځې پر همدې غونډې اعتراضونه هم درلوده، چې ولې د پوښتنو حق ور نه کړل شو.
XS
SM
MD
LG