د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۳

د لوګر د ازرې ولسوالۍ د طالبانو د تګ راتګ په لاره بدله شوې


Afghanistan --logar Map which is cutted from the map of Afghanistan by Kamalpuri, 19Jun2011
Afghanistan --logar Map which is cutted from the map of Afghanistan by Kamalpuri, 19Jun2011
د لوګرد ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي او امنیتی مسوولان ټینګار کوي؛ چې دا ولسوالۍ له پاکستان څخه د وسله والو طالبانو د تګ راتګ په لاره بدله شوې.

د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، چې د دې لرې پرتې ولسوالۍ ډیرې سیمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي او ډیرې پریکړې هم د هغوی په خوښه کیږي.

د ازرې ولسوالۍ دوو تنو اوسیدونکو آزادي راډیو ته وویل؛ چې دوی خپل ورځني کارونه پرمخ نشي وړی او دولتي چارواکو یې غوښتنو ته هیڅ ډول پاملرنه، نه ده کړې:

"۱- په ازرې ولسوالۍ ډیره نا امني ده، خلک د طالبانو له خوا وهل ټکل کیږي او له هغوی سره زور زیاتی کیږي.

موږ له حکومت نه غواړو، چې ازرې ته ډیر ملي اردو سرتیري او یاهم سیمه ییزو پولیس واستوي او پام ورته زیات کړي.

۲- زه سهراب ګل د ازرې له ولسوالۍ خبرې کوم، څوک چې مزدوری هم کوي، طالبان ورته وایي، چې ته ملي اردو کې یې او یا هم ستا ورور پولیس دی.

دا څه ډول حکومت او څنګه کار دی موږ حیران یو."


ازره د لوګر لرې پرته او غرنۍ ولسوالۍ ده، چې د پاکستان له توري منګل او پاړا چنار سره ګډه پوله لري، دا ولسوالۍ د مساحت له پلوه د لوګر ترټولو لویه ولسوالۍ ده او له تیرو دوو کلونو راهیسې وسله وال طالبان په کې ډیر فعالیت لري.

د ازرې ولسوالۍ د امنیې قومندان سمونوال "بختیار ګل اشرفزي" آزادي راډیو ته وږیل؛ چې د دې ولسوالۍ شاه خوا پنځه یا شپږ کیلو مټره سیمه د دوی په لاس کې ده.

ده ومنله چې د دې ولسوالۍ په ځینو برخوکې بهرني وسله وال طالبان هم اډې او مرکزونه لري:

"د سپاندو کس په سیمه کې ټول طالبان دي، دغه راز په قاسم خیل، پنځو کس او لټه کوري کې هم طالبان فعالیت لري.

حتی په دې سیمو کې وزیرستاني او نور بهرني طالبان هم شته.

موږ د ولسوالۍ له مرکز څخه پنځه کیلومټره ختیځ او شپږ کیلو مټره لویدیځ لوري ته تللی شو.

زه هم تاییدوم چې په ازره کې طالبان ډیرشته او شپږو ولایتونو ته له پاکستان څخه طالبان د ازرې له لارې ورځي".


د لوګر والي طاهر خان صبري د ازرې ولسوالۍ د امنیتي وضعې په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه؛ خو د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر رییس خان صادق عبدالرحیمزي په دې ولسوالۍ کې موجوده ستونزې او نا امنۍ ټایید کړې.

ښاغلي عبدالرحیمزي څرګنده کړه، چې له پاکستان څخه د ازرې له لارې یوازې لوګر ته نه بلکې د ده په خبره پکتیا، میدان وردک، غزني او د کابل موسهی او خاک جبار ولسوالیو ته هم طالبان له همدې لارې تګ راتګ کوي.

ده څرګنده کړه، چې له ډیرو هڅو سره سره لا تراوسه نه دي توانیدلي، چې ازرې ته د پولیسو ترڅنګ د ملي اردو ځواکونه هم واستوي؛ ده تایید کړه، چې په ازرې کې یوازې پولیس نشي کولای چې امنیتي وضع کنټرول کړي:

"هو دا ولسوالۍ د طالبانو د تګ راتګ لاره ده او موږ هم همدا خبره کوو؛ چې باید ورته پاملرنه وشي.

هلته اوس مهال یوازې پولیس شته، خو باید چې د ملي اردو ځواکونه هم ورسره ځای پرځای شي.

دا ډیره مهمه ستراتیژیکه لاره او له پولیسو پرته هلته نور دولتي ځواکونه نشته.

دا ولسوالۍ له پاکستان سره ګډه پوله لری او دې ته سخته اړتیا ده؛ چې ملي اردو او بهرني ځواکونه هم هلته میشت شي؛ ترڅو د طالبانو د تګ راتګ مخه ونیول شي."


له ازرې سربیره د لوګرپه خروار، څرخ، برکي برک او ځینو نورو برخوکې هم امنیتي ستونزې په دې وروستیو کې ډیرې شوي؛ حتی څه موده دمخه په ولسي جرګې کې د لوګر ځینو استازو د دې ولایت ځینې ولسوالۍ د سقوط له خطرسره مخامخ وبللې.

لوګر سربیره پردې چې کابل ته نږدې پروت دی په دې ولایت کې د مس عینک لوی کان هم موقعیت لري، د لوګر ځینې چارواکي وایي، چې یوشمیر سیمه ییزې استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې د نا امنیو په رامنځ ته کولو سره کابل ترفشار لاندې وساتي او د مس عین کان د را ایستول مخه هم ډب کړي.
XS
SM
MD
LG