د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۴

سپر: مظاهرې او اعتراضونه بايد سوله ییز وي


په امريکا کې د جوړ شوي فلم په اعتراض چې په کې د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوى شوى، د نړۍ په بېلابېلو اسلامي هېوادونو کې اعتراضونه وشول، ځينې اعتراضونه او مظاهرې له تاوتريخوالي سره ملې وې.

په افغانستان کې هم پرون د دې فلم د غندنې په هدف اعتراضونه شوي خو د کوم جدي تاوتريخوالي راپور نه دى ورکړل شوى، تر دې مخکې په افغانستان کې دغسې مظاهرې او اعتراضونه په تاوتريخوالي اوښتي، د خلکو ملکيتونه يې زيانمن کړي او خلکو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د ولسواکۍ له مخې مظاهرې او اعتراضونه د خلکو حق دى، خو مظاهرې او اعتراضونه بايد څنګه وي؟

دغه پوښتنه صالح محمد صالح د سولې ږغ کاروان له غړي احمدشاه سپر څخه د مرکې په سر کې کړې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG