د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۴

د طالب مشرانو په نظریاتو کې مهم بدلونونه


له بریتانیې څخه خپریدونکي د ټایمز ورځپاڼې د بریتانیا د راویل یونایټیډ سرویسز اینسټیوټ پر هغه وروستي راپور یوه لیکنه خپره کړې ده، چې وايي، د طالبانو مشرانو منلې چې د افغانستان په راتلونکې سیاست کې د ونډې ورکولو په بدل کې له له لودیځو قدرتونو سره پر اوربند خبرې وکړي او د القاعده شبکې سره خپلې پخوانۍ اړیکې پرې کړي.

د دې څیړونکې ادارې په راپور کې د طالبانو د څلورو پخوانیو او اوسنیو مشرانو له خولې ویل شوي، چې په دې اړه رامنځ ته کیدونکی توافق تر هغې زیات عملي دي چې مخکې عامه محضر ته راوتلي دي .

د لودیځو متخصصانو د یوې ډلې له خوا لیکل شوی دا راپور د څلور طالب مشرانو سره چې نومونه یې نه دي یاد شوي پر مرکو ولاړ دی او وايي، د طالبانو مشرتابه د اسامه بن لادن او القاعده شبکې سره په خپلو پخوانیو اړیکو ډیر پښیمانه دي، چا ته چې دوی پناه ورکړې وه او د افغانستان خاوره یې د سپیټمبر د يولسمې نیټې د بریدونو لپاره وکاروله.

بلې بریتانوي ورځپاڼې ګارډین هم همدا مسله څیړلې ده.

دا ورځپاڼه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پخواني استازي او د دې راپور د لیکوالې ډلې د یو غړي مایکل سیمپل له خولې ویلي؛ دا مرکې د طالبانو په نظر کې مهم بدلون ښيي،خو تر اوسه په یو حاکم نظر نه دی بدل شوی.

نوموړی وايي، موږ دا نه وایوو، چې دا یو ډول نظر پوښتنه ده، چې په کې له څلورو درې طالب مشران د اوربند پلویان دي.
بلکې د سیمپل په وینا، د طالبانو د تحریک یوه برخه داسې خلک دي چې باور لري پوځي بریالیتوب ته نه شي رسیدلی او اور بند یوه لاره ده .

ګارډین د مایکل سیمپل له خولې زیاتوي، چې دا تر اوسه د طالبانو په رسمي دریځ نه دی بدل شوی او د دوی د تګ لارې کرښه یې نه ده جوړه کړې.

د یادونې وړ ده، چې د بریتانیا د راویل یونایټیډ سرویسز اینسټیوټ د دې راپور له خپریدو وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته دا راپور رد کړ او ویې ویل، چې د دوي د مشرتابه هیڅ غړي دا ډول څرګندونې نه دي کړي.

د ګارډین ورځپاڼه د خپلې مقالې په یو برخه کې وايي، د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ تماسونه تر ډیره له دې کبله بند شول، چې دوی په خپلو کې د بندیانو د تبادلې په هغې معاملې سلا نه شول، چې د باور رامنځ ته کولو لپاره وه، د دې معاملې په لړ کې باید امریکا د خپل یو بندی سرتیري په بدل کې چې له طالبانو سره بندی دی له ګوانتنامو څخه پنځه طالب بندیان خوشې کړي وو، کوم کار چې امریکا ونه کړ.

د دواړو لورو ترمنځ ريښتیني خبرې، چې ټاکل شوې وه په قطر کې وشي، اوس ښايي په امریکا کې په نومبر کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه وروسته مودې پورې وځنډیږي.

خو ورځپاڼه د امریکايي لوړو پوړو چارواکو له خولې وايي، چې دوي دا اونۍ له پاکستان سره چیرې چې د طالبانو مشران اوسیږي خبرې کوي او د خبرو موضوع به یې د سولې د خبرو لپاره د طالب مشرانو د تګ راتګ مسله وي .

ورځپاڼه د یو لوړې پوړې امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی وايي ، پخلاینه زموږ د ستراتیژۍ د مهمې برخې په توګه لا هم په سر کې ده .
XS
SM
MD
LG