د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۸

د افغان مواي تاي لوبغاړو بریالیتوبونه

د افغانستان د مواي تاي ملي لوبغاړو په روسیې کې د لومړي دور لوبې ګټلي او بل پړاو ته اوچت شوي دي. د افغانستان د مواي تاي د ملي فدراسیون مشر امیر حسین حسیني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې افغان لوبغاړو تر دې دمه د کاناډا ، ګرجستان ، جاپان ، سویډن ، ازبکستان او روسیې هېوادونو لوبغاړي مات کړي او راتلونکي دور ته یې لار پیدا کړې. د مواي تاي نړېوالې لوبې دا ځل د روسیې په سن پترزبورګ ښار کې د اتیا هېوادونو تر منځ پیل شوي، چې د سپټمبر تر 14 نیټې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG