د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

طارق الهاشمي پر ده د محکمې وروستۍ پرېکړه وغندله


د عراق تښتیدلي مرستیال ولسمشر طارق الهاشمي د محکمې هغه فیصله وغندله او هغه یې سیاسي وبلله؛ چې دی یې په مرګ محکوم کړی.

الهاشمي په انقره کې خبریالانو ته وویل، دغه محاکمه چې دی یې په غیاب کې د مخالفینو د وژلو لپاره د یوې قاتلې ډلې د تنظیمولو په تور محکوم کړی؛ شرمونکې وه.

"دا یوځل بیا د دې څرګندونه کوي، چې دغه قضیه سیاسي ده، نه قضایي. هدف یې دا دی چې له سیاسي پلوه ما څڼدې ته کړي.

دا یوه غیرعادلانه او سیاسي فیصله وه، مشروعیت نه لري او زه یې نه منم."

الهاشمي چې په عراق کې ترټولو سوني لوړ رتبه چارواکی و؛ د روان کال په سرکې وروسته له هغې ترکیې ته وتښتید، چې چارواکو یې د نیولو لپاره اقدام وکړ.
XS
SM
MD
LG