د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۹

"په بګرام کې د پاتې بندیانو د برخلیک په اړه به هم تفاهم ته سره ورسیږو"


د امریکا د دفاع وزارت وایي، له افغان حکومت سره به د هغو بندیانو د سرنوشت په اړه ډیر ژر یوه تفاهم ته ورسیږي؛ چې د بګرام په زندان کې د امریکایي پوځیانو له خوا ساتل کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت وایی؛ چې د دفاع وزیر لیون پانیتا پرون د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره پرهغو مسایلو خبرې وکړې؛ چې د بګرام د زندان د سپارلو په اړه د شوې موافقې د بشړ تطبیق په وړاندې خنډ بلل کیږي.

د بګرام د زندان چارې پرون رسما افغان حکومت ته وسپارل شوې؛ خو په دې زندان کې د څوسوو بندیانو د سرنوشت په اړه چې یو شمېر یې بهرنیان دي تر اوسه د افغان حکومت او امریکایي پوځیانو ترمنځ اختلافات په خپل حال پاتې دي.

د پنتاګون ویاند جورج لیټل وویل، د دفاع وزیر او کرزي پرون سهار وختي له یو بل سره په ټیلیفون خبرې وکړې او د بګرام د زندان د چارو په اړه د شوي تفاهم لیک د شرایطو د عملي کولو په برخه کې په شویو ژمنو یې ټینګار وکړ.

لیټل دغه خبرې صمیمې وبللې. که څه هم هغه د دغې موافقې د عملي کیدو په وړاندې د پرتو اختلافاتو جزیات بیان نه کړل؛ خو زیاته یې کړه، پنتاګون هیله من دی چې دواړه خواوې به ډیر ژر په دې اړه یوې موافقې ته ورسیږي.

د شوې موافقې په اساس په بګرام زندان کې د شاوخوا درې زره بندیانو مسولیت افغان حکومت ته وسپارل شو؛ خو پردې سربیره څو سوه نور افغان بندیان چې د شوې موافقې وروسته نیول شوي او پنځوس تنه بهرني اتباع تر اوسه د امریکایي ځواکونو له خوا ساتل کیږي.

افغان چارواکې په دې ټینګار کوي چې ټول بندیان باید افغان حکومت ته وسپارل شي؛ خو امریکایي چارواکي په دې اړه اندیښنه لري چې که ټول بندیان چې په کې یو شمېر یې مهم بندیان دي، افغانانو ته وسپارل شي ممکن ازاد شي او بیرته د دوی په وړاندې د جګړې په لیکو کې ودریږي.

د جمهوري ریاست له خوا پرون په خپره شوې اعلامیه کې افغان ولسمشر د بګرام د زندان د سپارلو هرکلۍ وکړ او دغه اقدام یې د افغانستان د ملي حاکمیت پر لوري یو سترګام وباله.

کرزي دغه راز وویل، اوس چې د بګرام د زندان مسولیت افغان حکومت ته وسپارل شو، هغه بندیان به چې بې ګناه دي ازاد شي او نور به د افغانستان د قوانینو له مخې محاکمه شي.
XS
SM
MD
LG