پوره یولس کاله مخکې القاعده شبکې د متحده ایالاتو په نیویارک او واشنګټن ښارونو کې تروریستي بریدونه وکړه، چې شاوخوا ۳ زره کسان په کې ووژل شوه.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما په خپله رادیويي وینا کې پر متحده ایالاتو د یولسم سیپتمبر حملو ته په اشارې سره وویل:
"له دې فرصت څخه په ګټې باید د هغو کسانو زړورتیا وستایل شي؛ چې خپل ژوند يې په خطر کې اچولی دی.
په هغه ورځ يې لومړی د دې پیښې په وړاندې عکس العمل وښود. له هغو سړو او ښځو څخه باید مننه وشي؛ چې له خپلو کورونو څخه لېرې د دې لپاره چې هېواد مصئونه وي،قرباني ورکوي."
باراک اوباما د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه په خپلو څرګندونو کې وویل:
"موږ جګړه د القاعده سموڅو ته یوړه؛ مشرتابه مو ورته له مینځه یوړ.هغوي مو د ماتې په لاره برابر کړه. د خپلو امنیتي ځواکونو اواستخباراتو له وړتیا او زړورتیا څخه په مننه اسامه بن لادن به نور هیڅکله امیرکا ته ګواښ ونکړي."
خو ولسمشر اوباما د اسامه بن لادن د وژل کیدو د جزئیاتو په اړه څه ونه ویل.
نوموړي وویل؛ د یولسم سیپتمبر له پیښو وروسته متحده ایالاتو له نړۍ څخه فاصله ونه نیوله او د کورني امنیت په کلکولو سره يې نړېوال ائتلاف پیاوړی کړ:
"ما په وار وار ویلي؛ چې امریکا نه له اسلام او نه هم له بل کوم دین سره جنګ کوي بلکه له اقاعده او د هغې له شریکانو سره په جګړه کې ده.
موږ د امریکا متحده ایالات یو ازادۍ او ډول ډول والۍ مونږ ځانګړې کوي او دا ټکۍ به تل د هغه څه چې مونږ په کې یو ،په سر کې وي ."
د امریکا جمهور رئیس په عراق کې د جګړې د ختم او له دغه هیواد څخه د ځواکونو د ویستلو موضوع هم یاده کړه او په خپلو څرګندونو کې يې له یولسم سیپتمبر وروسته په افغانستان کې د رامنځته شوو پیښو په اړه وویل:
"موږ د طالبانو رژیم ختم کړ؛ موږ افغان ځواکونو ته روزونه ورکړه او د افغانستان له نوي حکومت سره مو مشارکت ټینګ کړ.
د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د امنیتي مسولیتونو انتقال ترسره او هلته به جګړه پای ته ورسیږي."
ولسمشر اوباما وویل مونږ امریکایان یو او کوم هیواد مو چې خوښ هغه به وساتو.