د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د کابل په بازارونو کې په ازادانه توګه پوځي یونیفورمونه خرڅیږي


د کابل پل خشتي یوه له هغو سیمو څخه ده، چې په ځینو دکانونو کې یې پوځي یونیفورمونه او بوټونه پلورل کيږي.

ډیرشمېر دکانداران نه غواړي، چې له خبریالانو سره په دې اړه مرکه وکړي.

خو یوه تن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په احتیاط سره یې وویل؛ پوهیږي چې دا کار غیر قانوني دی، خو له مجبوریته د کورنۍ نفقه پرې پوره کوي.

هغه وویل، سره له دې چې پوځي یونیفورمونه ګڼډي خو په دې سیمې کې داسې دکانونه شته؛ چې په کې د پوځي یونیفورمونو اخیستل او پلورل تر سره کېږي.

دوو سرتیرو حمیدالله او سید مسیح الله چې د پوځي یونیفورمونو د اخیستلو لپاره دې سیمې ته راغلي وو وویل؛ چې په پل خشتي کې په آزادانه توګه پوځي یونیفورمونه نښانونه او بوټان پلورل کېږي.

"۱ــ بلې څه مو چې په کاریږي، نوهمد لته یې ګنډو، موږ ته یوکس ادرس راکړی و، راته ویلي یې وو، هرڅه چې تاسې غواړئ، دلته پیداکېږي، ومې لیدل چې ښه ینفورم اوښه خیاط و، نو تکه مې واخیستله او غواړم چې ورباندې یې وګنډم له ینفورم نیولې تربوټ تکمې ټول پیداکېږي.

۲ـــ په همدې کوڅه کې نظامي وسایل پلورل کېږي، لباسونه بوټان هرڅه نظامي شیان مو چې په کار وي دلته پیداکېږي، یوه جوړه نظامي دریشي مو په کار وه؛ نن راغلي يو، چې خیاط ته د یوې نظامي دریشي فرمایش ورکړم؛ قد اندام مې ورکړی.

دریشي ځانته جوړوم، بیې یې توپیر لري، داسې دریشي ګانې شته چې قیمتونه یې له ۱۵۰۰ نیولې تر ۳۵۰۰ پورې رسیږي؛ تیارې دریشیانې او تیکه دواړه پیداکېږي."

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمیر وسله والو په پوځي یونیفورم کې پر بهرنیو سرتیرو بریدونه کړی دی.

د کابل په بازارونو کې د پوځي یونیفورم د خرڅلاو مساله دا اندیښنې هم را پورته کوي؛ چې ښایي وسله وال به د دې جامو په اغوستلو سره پر کورنیو او بهرنیو امنیتي ځواکونو او د هغوی پر مرکزونو نورې حملې هم وکړي.

په عین وخت کې پوښتنه دا ده، چې د ملي اردو سرتیري ولې اړ کېږي، خپل یونیفورم په ازاد بازار کې په بیه واخلي؟

د کابل د پوځي اکادمۍ له یوه زده کوونکي سید مسیح الله نه مې وپوښتل؛ چې ایا اکاډمي ورته یونیفورم نه ورکوي؟ وویل:

"راکوي یې، ولې یې نه راکوي، داسې لباس راکوي چې کېفیت یې ډېر ټیټ وي، داسې دریشیانې دي چې داغوستلو نه دي په بازار کې په ګرځېدو نه ارځي دلته رغلي یو ترڅو یوجوړه ښه دریشي جوړه کړو؛ عیناً ینفورم چې ویې غواړې دلته پیداکېږي."

په عین وخت کې داسې هم ویل کيږي، چې د ملي اردو ځینې سرتيري په دکاندارانو پوځي یونیفورمونه خرڅوي.

خو د افغانستان د دفاع د وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري وايي، سرتیري د دې کار اجازه نه لري:

بل لورته د کابل د امنیي قومندانۍ هم وایي، هیچا ته اجازه نشته چې په کابل ښار پوځي یونیفورم پلوري او یا يې وپيري.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال داود امین آزادي راډیو سره په یوې مرکې کې وویل؛ هغوی به ډیر ژر د کابل په بازارونو کې د پوځي یونیفورم د خرڅلاو د مخنیوي لپاره نوی اقدامات وکړي:

تیر کال د کابل پولیسو وروسته تر هغې د دې ښار په بازارونو کې د پوځي یونیفورمونو پلورل او اخیستل منع کړل؛ چې وسله والو د دې ښار پر امنیتي ځواکونو په څو حملو کې له پوځي یونیفورمونو کار واخیست.

تیر کال د دولت یوه مخالف وسله وال چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و؛ د ملي دفاع وزارت ته ننوت او د وزیر دفتر ته نږدې یې ځان والوزاوه، چې په دې پیښې کې یو شمیر کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.

په نورو ولایتونو کې هم وسله والو له پوځي یونیفورم څخه په ګټې په ملي اردو، پولیسو او بهرنیو ځواکونو حملې کړي دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG