د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

په کابل کې د نابینا زده کوونکو ستونزې


Afghanistan – afghan blind students in Kabul.
Afghanistan – afghan blind students in Kabul.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په هیواد کې د نانینایانو شمېر څه کم پنځه لکه اټکل شوی؛ خو کابو شل فیصدو ته یې دلیک لوست زمینه برابره شوې ده.

د کابل ښار د نابینایانو لیسه یو له دغو ښوونځیو څخه دی؛ چې زده کوونکو ته په کې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب سره سم ټول مضامین تدریس کېږي.

په کابل ښار کې د نابینایانو لیسه د نابینایانو یوازینی لوی ښوونځی دی؛ چې اوسمهال په کې شاوخوا دوه سوه نابینانې نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.

د یکشنبې په ورځ د راپور جوړولو په مقصد د یادې لیسې یوه ټولګي ته ورننوتم؛ زده کوونکو یې د برېل په لیک ګوتې موښلې او په ډیر شوق یې زده کړې کولې.

بریل لیک یوازینۍ لرغونې لار ده، چې نابینایان یې په ذریعه لیک لوست زده کوي.

د ټولګي ښوونکی چې دی هم نابینا و، زده کوونکو ته یې د تدریس په هکله وویل:

"موږ درسي پلان لرو، زده کوونکو ته ډېر څه د بریل د کتاب په ذرېعه ورزده کوو، خو دا هم باید ووایم؛ چې زمو ږ کتابونه اوس زاړه دي او نړۍ په دې برخه کې ډیره پرمخ تللې ده، هیله ده زموږ د تدریسی وسایلو معیارونه هم لوړ شي."

د کابل ښار د نابینایانو لیسه د پوهنې وزارت د تخنینکي معیینیت یوه ارګان دی؛ چې دېرش ټولګي لري او شاوخواو دوه سوه نابینایان په کې په زده کړو بوخت دي.

په دې لیسه کې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب سره سم عمومي مضامین تدریس کېږي.

زده کوونکي د دوی د مضامینو او ستونزو په هکله وایي:

"زما نوم وثیق اله دی. موږ د پوهنې وزارت د نصاب سره سم ټول مضامین د بریل د لیک له لارې زده کوو، له سي، ډي ګانو هم اوازونه اخلو او یادوو یې، هندسي شکلونه د لاس په لمس زده کوو، خو وسایل او کتابونه مو کم او نیمګړي دي.

یوه نجلۍ وایي، د تدریسي وسایلو ستونزه لرو، همدارنګه د ټرانسپورټ ستونزه هم لرو، که وسایل او سهولتونه مو ډیرشي، ښې زده کړې کولی شو."


دوی داهم وایي، چې په نړۍ کې د نابینایانو د تدريس لپاره پرمختللی وسایل کاریږي؛ خو دوی تراوسه، نه یوازې دا چې پرمختللو وسایلو ته لاسرسی نه لري؛ بلکې د "بریل لیک" کتابونه یې هم کم او نیمګړې دي.

د دې ښوونځي زده کوونکي د عمومي مضامینو ترڅنګ موسیقي هم زده کوي. د دې څانګې ښوونکي میرعبدالتواب خرم ازادي راډیو ته وویل؛ که څه هم د دوی زده کوونکي له موسیقی سره مینه لري؛ خو په دې ښوونځي کې د موسیقي زده کړه یوازې د لومړیو، دوهمو او دریمو ټولګیو زده کوونکو ته ځانګړې شوې ده، چې هغه هم د ترانو، حماسو او تاریخي سرودونو او سندرو زده کول او غږول دی.

تواب خرم وویل:

"موږ زده کوونکو ته موسیقي زده کوو، دوی ورسره مینه لري، خو د لومړیو، دوهمو او دریمو ټولګیو لپاره، له دې وروسته بیا هلکان د موسیقي زده کړي؛ خو نجونې یې نه کوي.

موږ دوی ته ترانې او وطني او حماسي سندرې ورزده کوو او د غږېدو طریقې یې هم ورښایو، د مستې اوبې لارې کوونکي موسیقي زده کړه زموږ په پروګرام کې شامله نه ده."


سپورټ هم د دې لیسې د عمومي مضامینو څخه یومضمون دی؛ چې د تدریسي مهال ویش سره سم، اجرا کېږي.

د دې څانګې ښوونکی رحیم حسن وویل، د پرمختللو وسایلو د نشتوالي له امله نه شي کولی، چې زده کوونکي لازم ورزش وکړي:

"موږ د سپورټ لپاره کافي وسایل نه لرو، له موسسوغواړو، چې د دې وسایلو په هکله له موږ سره مرسته وکړي، خوبیا هم یو لړ ورزشونه چې د نابینایانو د توان سره سم اعیار شوی هره ورځ یې اجرا کوو، لکه فوتبال، ریسمان کشي، ځغاسته، وزن پورته کول، جمناستک او داسې نور."

په دې لیسه کې د غرمې وروسته، زده کوونکوته یولړ حرفه یي زده کړې هم ښودل کېږي. خو زده کوونکې د غرمې ډوډۍ له کېفیته خوښ نه دي.

یوه زده کوونکې ستاره وایي:

"د غرمې ډوډۍ راکوي، طعام خانې ته ځو، خو د ډوډۍ کېفیت مو ښه نه دی، یوازې لوږه پرې له مینځه ځي."

د لیسې مدیر عبدالکبیر صدیقي هیله ښيي، چې د پوهنې وزارت او بهرنۍ موسسې دې په ښوونځي کې د شته ستونزو اوارۍ ته اقدامات وکړي.

د ښوونځیو د چارو او مسلکي او تخنیکي پروګرامونو ريیس انجینیر عطااله وایي، د یادې لیسې د مسلکي کتابونو او نورو ضروري لوازمو پوره کېدو ته لازم اقدامات شوي او ستونزه به په لږه موده کې اواره شي:

"موږ مکتوبونه استولي، د دوی د یوزرو درې سوه یونوي یم، دوه نوي یم او درې نوي یم کلونو د اړتیاوړ موادو په هکله.

پیسې لرو، د ډیرو ښوونځیو مواد مو ورپوره کړل او د دی لیسې ضروري مواد به هم په لږه موده کې پوره کړو."


سربیره په کابل، د هرات بلخ او غزني په ولایتونو کې هم ورته ښوونځي شته چې شاوخوا اوه سوه نابینا نجوني او هلکان په کې زده کړې کوي.

راپورونه وایي، اوسمهال په هیواد کې د نابینایانو شمیر څه کم پنځه لکو ته رسیږي؛ چې یوازې شل فیصدوته یې د لیک لوست زمینه برابره شوې ده.

د پوهنې وزارت تخنیکي معینیت وایي، پلان لري، چې دا ډول ښوونځي د هیواد په نورو ولایتونو کې هم جوړ کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG