د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کیدو د مخنیوي لپاره په اوړو او غوړیو کې څو ډوله منرالونه او ویټامینونه ګډ کړي.
د دې وزارت چارواکي وایي، چې په دې هیواد کې نیمایي برخه هغه ماشومان چې له پنځو کلونو څخه کم عمر لري؛ بې کیفیته خواړه خوري او دوی له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې په اوړو او غوړیو کې د منرالونو او ویټامینونو له ګډولو سره دوی هڅه کوي؛ چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر را کم کړي:
"د خوارځواکۍ په اړه چې په افغانستان کې کومې شمیرې موجودې دي؛ څه باندې نیمایي هغه ماشومان چې له پنځو کلونو څخه کم عمر لري؛ د ویټامینونو او منرالونو له کموالي سره مخامخ دي.
دغه راز اویا فیصده امید وارې ښځې هم هغه خواړه چې ډیره اوسپنه لري؛ نه شي ترلاسه کولای، نو دوی هم د بیلا بیلو ویټامینونو له کموالي سره لاس او ګریوان دي."
د ماشومانو لپاره د خوړو د با کیفیته کولو پروګرام د عامې روغتیا وزارت له خوا پیل او د خلیفه بن زید آل نهیان د بنسټ، د خوړو د نړیوال سازمان او ځینو نورو ادارو په مرسته د څلورو کلونو په موده کې عملي کیږي.
د دې پروګرام په ترڅ کې نه یوازې دا چې له پنځو کلونو څخه کم عمرلرونکو ماشومانو ته با کیفیته خواړه ورکول کیږي؛ بلکې د امیدوارو میندو د خوړو د باکیفیته کولو لپاره به هم لازمې هڅې وشي.
میرمن دلیل وایي، چې د امیدوارو میندو لپاره به هم په اوړو او غوړیو کې هغه منرالونه او ویټامینونه ورزیاتیږي؛ چې دوی ورته اړیتا لري.
د دې په خبره دا ویټامینونه او منرالونه به د ټولو هغو شرکتونو او سوداګرو په واسطه په غوړیو او اوړو کې ګډیږي؛ چې هغوی له بهر څخه غوړي او اوړه واردوي او یاهم د افغانستان په دننه کې تولیدي شرکتونه لري.
"ډبلیو. اېف. پي" یا د خوړو نړیوال سازمان هم په افغانستان کې له دې پروګرام څخه هرکلی وکړ؛ په افغانستان کې د دې سازمان رییس "لیوس امبلیا" وویل؛ چې دا پروګرام په دې هیواد کې د خوارځواکۍ او لوږې پرضد د مبارزې ښه لاره ده:
"د څارونکې ادارې په توګه زموږ نظر دا دی، چې په افغانستان کې هر نارینه، ښځه او ماشوم حق لري؛ چې ښه او خوندي ژوند ولري.
ښه او مناسب خواړه د راتلونکې نسل راتلونکې ته ډیر مهم دي له همدې امله زه دې ګډون ته ډیر خوښ یم یعنې دا پروګرام د افغان حکومت، د خوړو د نړیوال سازمان او ځینو نورو همکارانو له خوا عملي کیږي.
همدا پروګرام له لوږې سره د مبارزې لپاره ډیره ښه هڅه ده."
په نړۍ کې دا مهال څه باندې نهه سوه ملیونه ماشومان د خوړو له کموالي سره مخامخ دي؛ په افغانستان کې هم د ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ او لوږې سطح اوچته ده او په دې اړه څو ځلې اندیښنې ښودل شوي دي.
راپورونه وایي، چې په نړۍ کې همدا اوس کابو پنځه ملیونه ماشومان د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي؛ دغه راز په بیلا بیلو ناروغیو د ماشومانو د اخته کیدو یوولس فیصده لامل هم خوارځواکي بلل شوې ده.