د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

په غزني کې وروستیو سیلابونو په لسګونه باغونه له منځه وړي دي


د غزني ولايت په څو ولسواليو کې اورښتونو او سېلابونو سلګونه باغونه لاندې کړي او د زياتو خلکو کورونه زيانمن کړي دي. د سېلاب ځپليو ولسواليو اوسېدونکي وايي؛ له باغونو يې پاخه شوي انګور نه وو، ټول چې سېلابونو پرې ورختلي او هر څه يې له لاسه وتلي دي.

د غزني ولايت په اندړو، قره باغ، مقر، ګيرو، ده يک او جاغوريو کې تر پرلپسې اورښتونو وروسته سېلابونه راغلي او د خلکو له انګورو ډک باغونه يې لاندې کړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، سېلابونو د ځينو کورونو د يوالونه هم نړولي دي، خو باغونه يې لا اوس هم په اوبو کې پټ دي.

دوی وايي، تر اوسه پورې کوم بزګر له خپلو باغونو څخه انګور نه وو راشکولي؛ چې سېلابونو لاندې کړل.

د قره باغ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی محبوب شاه وايي؛ يوازې د دغې ولسوالۍ په مشکي سيمه کې سېلابونو د شپېتو په شا و خوا کې باغونه لاندې کړي دي.

دی وايي د سېلابونو راتګ د خلکو د کال خوارې وړې ده.

"سېلونه راغلي دي، د خلکو باغونه يې وړي دي. کورونو ته هم اوبه ننوتي او د ځينو کورونو دېوالونه يې نړولي دي. د مشکي په سيمه کې يې شا و خوا شپېته باغونه لاندې کړي دي."

د غزني د اندړو ولسوالۍ ولسوال قاسم خان ديسوال بيا وايي، چې د دوی په ولسوالۍ کې هم سېلابونو او اورښتونو د سيمې خلکو ته سخت مالي زيانونه اړولي دي.

دی وايي، تر اوسه لا سمه نه ده مالومه چې بزګرانو ته به څومره مالي زيان اوښتی وي.

"سېلابونو دلته خلکو ته ډېر زيات زيان اړولی دی، د خلکو ټول باغونه په کې له بينه تللي دي. تر اوسه پورې د اندړو ولسوالۍ ته تجاران نه وو راغلي او انګور يې لا نه وو خرڅ کړي؛ خو ټول اوس ورڅخه اوبو وړي دي. د ځينو کورونو ديوالونه نړېدلي او د يو دريو کورونو کوټې هم لوېدلې دي. خو تر اوسه پورې لا بشپړ مالومات نه لرو."

ها خوا بيا د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې سېلابونو د دغې ولسوالۍ د اسېدونکيو اويا کورونه ويجاړ کړي خو چا ته پکې ځاني زيان نه دی اوښتی.

خو په غزني کې د طبعي پېښو په وړاندې د مبارزې رييس حفيظ الله ګلستانی بيا تر اوسه پورې يوازې د غزني په څو سيمو کې د سېلابونو په راتګ خبر شوی دی.

دی وايي، دغو دواړو ولسواليو ته يې يو پلاوی لېږلی چې د سېلابونو له امله د اوښتې زيان په اړه مالومات را ټول کړي.

"تر اوسه پورې چې موږ خبر شوي يو په راغليو سېلابونو کې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتي خو مالي تاوانونو يې ډېر اړولي دي. موږ يو پلاوی ټاکلی چې جاغوریو، ده يک، جغتو او ګيرو ته ولاړ شي او هلته د سېلابونو له امله د اوښتي زيآن په اړه مالومات را ټول کړي."

د غزني هغه ولسوالۍ چې تېره شپه سېلابونو څپلې دي د اوسېدونکيو اقتصاد يې د انګورو په حاصلاتو ولاړ دی.

د ناتاييدو شمېرو په اساس په غزني کې راغليو تازه بارانونو او سېلابونو خلکو ته د ميلونونو افغانيو په ارزښت مالي زيان اړولی دی.
XS
SM
MD
LG