د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

مارشال فهیم: که افغان ځواکونو ته پام ونه شي نو حالت به ډیر خراب شي


د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم
د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم
د ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال وویل، بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي او خبرداری ورکړ؛ چې که نړیواله ټولنه د افغان امنیتي ځواکونو ښې روزني او تجهیز ته په لازمه توګه پام ونه کړي، نو د افغانستان امنیتې وضعیت به لا خراب شي.

محمد قسیم فهیم چې د شنبې په ورځ یې د شهید د اونۍ په مراسمو کې خبرې کولې، له نړیوالې ټولنې او په افغانستان کې له ټولو خواوو وغوښته، چې افغان امنیتي ځواکونو ته ډیر پام وکړي.

نوموړي دا هم وویل، که په هیواد کې په راتلوونکو دوو کلونو کې امنیتي حالت خرابیږي، نو د ولسمشرۍ د راتلوونکو ښو انتخاباتو هیله هم باید ونه شي.

“که نړۍ همکاري وکړه او افغان ځواکونه یې په لازمو وسلو سمبال کړل؛ نو مثبته پایله لري او که یې دغه کار ونه کړ، په باور سره چې د افغانستان په امنیتي حالتو کې به ستونزې ډیرې شي.

که خدای مه کړه، په افغانستان کې امنتي حالت خراب شي، نو باور نه شم کولای چې شفاف، بشپړ او هغه ډول انتخابات ولرو، چې ټول افغانان ګډون په کې وکړي.”


ښاغلي فهیم پر نړیوالې ټولنې انتقاد وکړ، چې پخواني مجاهدین یې د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو و ایستل؛ چې له دې سره په افغانستان کې امنیتي حالت لا ډیر خراب شو.

ښاغلي فهیم پخوا هم څو څو ځلې دا انتقاد کړی، چې په باور یې پخواني مجاهدين له امنیتي ځواکونو ویستل شوي دي.

خو د دې خبرې سره یو شمېر هغو کتوونکو بیا مخالفت کړی، چې په باور یې اوسمهال د افغانستان د ملي اردو، پولیسو په لیکو او مشرتابه کې پخواني جهادي قومندانان او مجاهدین تر نورو ډيره ونډه لري.

محمد قسیم فهیم په هیواد کې د سولي پر خبرو هم ټینګار وکړ او سوله یې د افغانستان لپاره خورا مهمه وبلله.

ده وویل، په هر قیمت چې کیږي، باید وسله وال مخالفین مذاکراتو او سولې ته وهڅول شي.

خو نوموړي وویل، چې د سولې په اړه خبرې هغه مهال نتیجه ورکولای شي؛ چې افغان حکومت په سیاسي او پوځي ډګر کې برلاس و اوسي:

“هغه کسان چې پرون زموږ سره مخالف وو، که افغانان وي، په هر قیمت چې کیږي باید له هغوی سره خبري اتري وکړو او د سولې له لارط هغوی راولو.

خو سوله په کوم حالت کې؟ موږ سوله غواړو خو هغه وخت سوله کولای شو، چې افغان حکومت لوړ لاس ولري.”


د ولسمشر حامد کرزی لومړي مرستیال پخوا هم پر وسله والو طالبانو غږ کړی و؛ چې د سولې خبرو ته تیار شي.

د افغان حکومت له خوا د سولې له بیا بیا وړاندیزونو سره سره وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه مثبت ځواب نه دی ویلی.

په عین حال کې ځینې کتوونکې وايي، چې په کابل کې ځینې سیاسي ډلې او د دولت د سیاسي اپوزیسیون یو شمېر کسانو د سولې په اړه د افغان دولت په اوسنۍ پالیسۍ انتقادونه کړي او په یو ډول یې د سولې د خبرو مخالفت کړی دی.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG