د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

″د تروریستانو پر وړاندې پټه خوله پاتې کیدل له اسلام سره ظلم دی″


ولسمشر کرزي پرون (جمعه) ویلي دي، چې د تروریستانو پر وړاندې پټه خوله پاتې کیدل د اسلام سره ظلم دی.

ښاغلي کرزي د افغانستان د عالمانو د شورا څخه غوښتنه کړې؛ چې د داسې پيښو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.

څو ورځې مخکې په هلمند کې وسله والو کسانو د دوو ښځو په شمول د اولسو تنو سرونه پرې کړل.

د هلمند تر دې پيښې څو ورځې وروسته د ننګرهار په در بابا ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې انتحاري حمله وشوه؛ چې ګڼ شمیر خلک یې مړه او زخمیان کړل.

جمهور رییس حامد کرزي پرون په دې ارتباط د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا د غړو سره کتلي دي او ویلي دي؛ چې پرداسې مسایلو خاموشي د اسلام سره ظلم دی.

اعلامیه وايي، چې د عالمانو سرتاسري شورا په هلمند او ننګرهار کې وروستۍ پيښې په شدت غندلې او د تروریستي حملو په ترځ کې یې د ملکي افغانانو پر وژل کیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ولسمشر د مطبوعاتی دفتر اعلامیه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د عالمانو شورا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو او د بهرنیو لاسوهنو په ارتباط هم اندیښنه ښودلې ده.

د عالمانو شورا په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو څخه غوښټنه کړې؛ چې په دې هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره پر خپلو ژمنو صادقانه عمل وکړي.

جمهور رییس حامد کرزي په هلمند کې او د ننګرهار په در بابا ولسوالۍ کې د وروستیو تروریستي پيښو په نتیجه کې د ملکي خلکو وژل کیدو ته په اشاره کې ویلي؛ چې د تروریستانو په وړاندې خاموشي د اسلام سره ظلم دی.

د افغانستان د عالمانو شورا همدا راز د پاکستان د خاورې څخه پر سرحدي ولسوالیو د راکټي حملو د دوام په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د داسې حملو د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره د حکومت له خوا اقدام وشي.

اعلامیه د ښاغلي کرزي په حواله وايي، هغه انتحاري حمله کونکی چې د مسلمانانو په مسجد کې ځان الوزوي قطعا مسلمان نه دی. دا کسان د اسلام دښمنان او د اسلام د دښمنانو په لاس روزل شوي دي.

جمهور رییس حامد کرزي ویلي، چې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې تر ټولو ستره کمزوري خاموشي ده او د افغانستان د عالمانو د شورا څخه یې غوښتنه کړې چې پدې اړه تبلیغ وکړي.

جمهور رییس د کورنیو امنیتي ځواکونو له خوا د هغوی پر بهرنیو متحدینو د حملود زیاتیدو په اړه ویلي، چې د هغو بهرنیو عسکرو وژل چې غواړي، زموږ امنیتي ځواکونه وروزي د افغانانو کار نه دی: بلکې د بهر څخه طرحه کیږي.

د دې کار هدف زموږ د ځواکونو د روزنې څخه د بهرنیو روزونکو زړه تورول دی؛ څو زموږ هیواد د پياوړي اردو خاوند نه شي.

جمهور رییس حامد کرزي پر ټولو دیني عالمانو ټینګار کړی؛ چې د خپلو ملي ځواکونو، اردو او پولیسو د ملاتړ لپاره تبلیغ وکړي.
XS
SM
MD
LG