د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

په کندز کې ۳ زرو غیر مسوولو وسله والو خلکو ته ستونزې پیدا کړي دي


کندز ولایت ته د ولسي جرګې تللی پلاوی وایي، چې د تیرې یکشنبې په شپه د دغه ولایت د لوی کنم کلی د درې سوه غیر مسوله وسله والو له خوا کلابند شوی و او دغو وسله والو سهار مهال د دغه کلي دولس اوسیدونکي ووژل او اته نور یې ټپيان کړل.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي او کندز ته د لیږل شوي پلاوی مشر حاجي صالح محمد صالح د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې دوی تیره شپه بیرته کابل ته راورسیدل او د خپل سفر راپور به ډیر ژر ولسمشر کرزي او د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

ښاغلي صالح وویل، چې په کندز کې شااوخوا درې زره غیر مسوله وسله وال موجود دي؛ چې د ده په خبره د وروستۍ پیښې عاملین هم ټول همدغه غیر مسوول وسله وال دي.

نوموړي د لوی کنم کلي د پیښې په اړه خپل معلومات داسې بیان کړل.

″تقریباً د دریو سوو په شاوخوا کې غیر مسوول وسله وال ورغلي، ټول کلی یې محاصره کړی و، سهار چې د جمعې لونځ شوی، دوی په کلي ورننوتي دي، څوک چې پرمخ ورغلي هغه یې ویشتي دي، که ښځې دي او که ماشومان. په دوی کې دولس تنه مړه دي او اته تنه په کې ټپیان کړي دي.

دلته دوه زرو څخه نیولی تر درې زرو کسانو پورې مسلح دي، حکومت ته، والي او استخباراتو ته معلوم دي او چې څه یې زړه غواړي، هغه کوي، ځکه ترکاله پورې د توی پشتیباني کیږي.″


د تیرې یکشنبې په ورځ د قدیر په نوم یوه غیر مسووله وسله وال قومندان او ملګرو یې د کندز شمال په لوی کنم کلي کې د خپل یوه ملګري د وژل کیدو په غچ کې د خپلو ټوپکو شپیلې د بې ګناه کسانو په لوري واړولې او دوی ته یی درنه مرګ ژوبله واړوله.

د دغې پيښې د څیړلو لپاره د ولسمشر حامد کرزي له خوا هم کندز ولایت ته یو پلاوی استول شوی؛ چې دغه پلاوي تراوسه خپلې څیړنې نه دي بشپړې کړي.

بل لورته د کندز والي محمد انور جګدلک هم په دغه ولایت کې د غیر مسووله وسله والو موجودیت مني؛ خو وایي، شمېر یې دومره ډیر نه دی، لکه د ولسي جرګې غړي یې چې یادونه کوي.

ښاغلي جګدلک ازادي راډیو ته وویل، چې د کندز د لوی کنم کلي په پیښه کې شااوخوا پنځوس غیر مسووله وسله والو لاس درلود؛ چې تراوسه یې اته کسان نیول شوي دي.

″قدیر له خپلې ډلې سره په دې کلي باندې حمله وکړه، ډېر ظلم یې وکړ او دولس تنه یې شهیدان کړل. د قدیر د انډیوالانو په نیولو مو هڅې پیل کړي دي، تراوسه مې اته تنه نیولي دي. موږ کوښښ کوو، چې په خپله قدیر او پاتې نور ملګري یې هم دستګیر کړو او د قانون منګولو ته یې وسپارو.″

نوموړي د غیر مسوله وسله والو د موجودیت لامل د محلي پولیسو نشتوالی په ګوته کړ او ویې ویل؛ چې د محلي پولیس په تشکیل سره به دغه غیر مسووله وسله وال کسان له کلیو او بانډو څخه ورک شي.

د کندز والي وویل، چې د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو له ډلې څخه څلورولسوالۍ محلي پولیس لري او پاته دوه ولسوالۍ له دغو پولیسو څخه تراوسه بې برخې دي.

د ولسي جرګې ځینې نور غړی هم د کندز په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د غیر مسووله وسله والو موجودیت یو لوی ګواښ بولي او وایي، چې ځینې حکومتي کړۍ د دغو ډلو ملاتړ کوي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته هغه راپورونه رد کړل؛ چې ویل کیږي، حکومت د دغو غیر مسووله وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

راپور:اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG