سیاسي کتونکي په دې باور دي چې د امریکا د جمهوري ریاست د کاندیدانو په روانو انتخاباتي کمپاینونو کې افغانستان د هغه هېواد د تیرو انتخاباتي کمپاینونو په څیر ګرمه او اساسي مساله نه ده.
دوي وایي، چې د امریکا د خلکو د تمې پر خلاف د افغانستان روانه جګړه ډیره اوږده شوه، چې په سیاسي او اقتصادي لحاظ یې د نوموړي هېواد پرخلکو ناوړه اغیزه کړې.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د ډموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو د ګوندونو کاندیدان نشي کولای، چې د افغانستان له روان جنګ څخه د یوې لویې لاس ته راوړنې په توګه یادونه وکړي:
"جمهوریت غوښتونکي او ډموکراتان د افغانستان په جګړه کې مهمه لاس ته راوړنه نه لري، دلته جنګ اوږد شو او هره ورځ امریکایان په کې وژل کیږي او له همدې امله دوي د افغانستان مساله په کمپاینونو کې نشي مطرح کولای.
بله دا چې له اقتصادي پلوه دا جنګ د امریکایانو لپاره ډیر ګران تمام شوی او د هغوی له مالیاتو نه یې مالي لګښت ورکول کیږي.
که چیرې دوي د جګړې صفت وکړي خپلو خلکو ته قناعت نشي ورکولای".
په امریکا کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات د روان میلادي کال د نوامبر په شپږمه نیټه ترسره کیږي، خو د دې انتخاباتو لپاره د امریکا د دواړو ګوندونو جمهوریت غوښتونکو او ډموکراتانو د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې له مخکې نه پیل شوي دي.
د جمهوریت غوښتونکو د ګوند کاندید میټ رامني او د ډموکراتانو د ګوند کاندید اوسنی ولسمشر بارک اوباما په دې هڅه کې دي چې د خپلو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او داسې نورو پلانونو او فعالیتونو په بیانولو سره د خلکو ملاتړ راخپل کړي.
د سیاسي چارو څیړونکی زبیر شفیقي هم د ښاغلي ستانکزي په څیر نظر لري، خو زیاتوي چې امریکا په افغانستان کې کومه داسې لاس ته راوړونه نه لري چې د دواړو ګوندونو کاندیدان وتوانیږي په یادولو سره یې خپله بریا یقیني کړي:
"په امریکا کې د جګړې پلویان مخ په کمیدو دي او د امریکا د خلکو له نظره دا جنګ بې ګټې روان دی.
دواړه کاندیدان دې مسالې ته متوجه دي چې نشي کولای د افغانستان د جګړې له آدرس نه په ګټې اخیستې رایې ترلاسه کړي".
ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې دی به د افغانستان روانه جګړه د عراق د جنګ په څیر ژر خو په مسوولانه ډول پای ته ورسوي، ده د جمهوریت غوښتونکو د ګوند پر کاندید میټ رامني له دې امله انتقاد هم کړی چې ګوندي په خپله انتخاباتي مبارزه کې د افغانستان له مسالې په څنګ تیر شوی.
سیاسي کارپوهان وایي، چې د افغانستان د روانې کشالې په اړه د امریکا د جمهوریت غوښتونکو د ګوند پالیسي د وسله والو مخالفانو پر ضد جدي مبارزه او په بشپړ ډول د هغوی له مینځه وړل جوړوي خو د دوی په خبره ډموکرات ګوند په دې هڅه کې دی چې د افغانستان روانه شخړه له هرې ممکنې لارې ژر حل شي.
د ولسې جرګې پخوانی غړی او د سیاسي چارو کارپوه داوود سلطانزوی وایی چې په امریکا کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو دواړه کاندیدان د افغانستان مساله جدي نیسي خو د ده په خبره تراوسه هغوی پر خپلو بهرنیو پالیسو نه بلکې پر کورنیو او اقتصادي مسایلو یې خبرې کړي:
"دواړه کاندیدان په ورو ورو خپل بهرني سیاست ته راځي او مشخصه به شي په راتلونکواونیو کې دوی د افغانستان موضوع ته هم راشي.
تر اوسه چې د افغانستان مساله نه ده یاده شوې د تعجب خبره نه ده ځکه ډیرې خبرې پر کورنیو مسایلو او د ګوندونو خوځښت او پیاوړي ښودو ته د خلکو پر جلبولو شوي".
د امریکا د جمهوري ریاست د ګټلو لپاره د ولسمشربارک اوباما او میټ رامني انتخاباتي مبارزې په داسې حال کې دوام لري چې په نوموړي هیواد کې لاهم اقتصادي بحران شته او د وزګارتیا فیصدي هم ډیره لوړه شویده.
د امریکا پخواني جمهور رییس بیل کلنټن د چهارشنبې په ورځ د ولسمشراوباما له کاندیدتورۍ څخه ملاتړ وکړ او له هغه څخه یې د یوه ښه او بریالي ولسمشرپه توګه یادونه وکړه چې د امریکا د اقتصاد د بیارغونې لپاره یې ډیرې هڅې کړي خو بیل کلنټن هم په خپلو خبرو کې افغانستان یا د نکړ.
د افغانستان روانه جګړه یوولس کاله مخکې د جمهوریت غوښتونکي جمهور رییس جورج بوش لخوا پیل شوه خو کله چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې ولسمشربارک اوباما واک ته ورسید نو ویې ویل چې دا جګړه به ډیر ژر پای ته ورسوي.
د ولسمشراوباما له پالیسۍ سره سم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تدریجي وتل پیل شوي او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې جنګي رول پای ته ورسيږي.
سره له دې چې اوس هم په افغانستان کې نا امنۍ شته او وسله وال مخالفان د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګیږي خو ویل کیږي چې د امریکا راتلونکې انتخابات د افغانستان د کشالې په حل کې ټاکونکی رول لري.