د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۲

"د بهرنیو له وتلو وروسته امکان لري، چې ۵۰٪ افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکیل شي"


په کابل کې د بریتانیی پخوانې سفیر خبردارې ورکړې، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پنځوس فیصده امکان لري، چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکیل شي.

ویلیم پیټي، چې د بریتانیي د پارلمان د دفاعي کمیټې د غړو پوښتنې ځوابولې وویل، چې موږ له افغانستان سره غښتلې ژمنه لرو، خو پوښتنه دا ده، چې افغانان هم په دومره جدیت ژمن دي او که نه؟

ټایمز خپرونې په خپل یو رپورټ کې د ویلیم پیټي په حواله لیکلي، چې د بریتانیي او د هغې د نورو متحدینو له خوا د سلګونو میلیارډو پونډو له لګولو سره سره په دغه هېواد کې حالات نازک دي.

ده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دا امکان، چې افغان حکومت نسکور نشي په سلو کې پنځوس وښود.

د بریتانیی دې ډیپلوماټ، چې په کابل کې یی د ماموریت له بشپړیدو وروسته استعفې ورکړې ویلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو په خلاف مبارزه هم ناکامه شوې.

د ټآیمز خپرونې د رپورټ له مخې ویلیم پیټي ویلي، چې په کابل کې د خپل ماموریت د پای په ورځو کې هڅه کوله، چې د هیروینو سوداګرۍ قانوني کړي.

دی وایي، کله، چې له افغانستان څخه تللو د هغه څه په اړه، چې ترلاسه شوي وو او یا ترلاسه کیدل خوشبینه نه وو.

ټایمز لیکي، چې ښاغلې پیټي دې نتیجې ته رسیدلې وو، چې په افغانستان کې د هیروینو د سوداګرۍ له قانوني کیدو سره کولای شي، چې هغه د جنایتکاره ډلو له منګلو وباسي.

ټایمز د ښاغلي پیټي په حواله دا هم لیکي، چې لویدیځ د عراق د جګړې په خاطر افغانستان ته خپله پاملرنه کمه کړه، چې له دې سره د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره مهم کلونه له لاسه ووتل.

پیټي وویل، چې لویدیځو هېوادونو افغانستان ته په کافي شمېر کې سرتیري وانستول او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې امریکا اړ شوه، چې د خپلو سرتیرو شمېر زیات کړي.

ټایمز د ده په حواله لیکي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ښځو حالت نور هم خراب شي او لویدیځ هېوادونه د دې وس نه لري، چې په دې برخه کې څه وکړي.

دغه بریتانوي ډیپلوماټ وایي، چې طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تمه دي او په دغه هېواد کې سولې ته یي ژمنتیا لا نه ده ښودلې.

ده د بریتانیي د پارلمان د دفاعي کمیټې غړو ته په خطاب کې وویل، چې باور مند دې افغان امنیتي ځواکونه د ودې په حال کې دي، خو لویدیځ هیوادونه باید د خپلو سرتیرو له ایستلو وروسته خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ویلیم پیټي وویل، چې دی افغان امنیتي ځواکونو ته د پیسو د ورکولو په اړه اندیښنه نلري، خو پوښتنه داده، چې افغان ځواکونه د سیاسي پلوه په کوم لوري رهبري کیږي.
XS
SM
MD
LG